RTA Paktia - پکتیا ملي راډیو تلویزیون (@rtapaktia0) 's Twitter Profile
RTA Paktia - پکتیا ملي راډیو تلویزیون

@rtapaktia0

ID: 1619193078996242432

calendar_today28-01-2023 04:38:23

2,2K Tweet

839 Followers

25 Following

RTA Paktia - پکتیا ملي راډیو تلویزیون (@rtapaktia0) 's Twitter Profile Photo

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي رسما معرفي شو. په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې ښاغلي فضلي ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور د ودې لپاره به د مسلکي برخو له مسولینو سره په ګډه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي رسما معرفي شو.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې ښاغلي فضلي ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور د ودې لپاره به د مسلکي برخو له مسولینو سره په ګډه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
RTA Paktia - پکتیا ملي راډیو تلویزیون (@rtapaktia0) 's Twitter Profile Photo

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اوزبیکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د پارلمان رییس امان بای اورینبایف او مل پلاوي سره وکتل.١/٢

د ترکیې اېپیکیول انرژي او پایرو انرژي برېښنا تجهیزاتو تولید کمپنیو مسیولینو د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار سره وکتل. ترکي پانګوالو افغانستان کې د برېښنا تولید ټوربېنونو، ترانسفارمرونو، عصري ځېرکو مېټرونو تولید برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د ترکیې اېپیکیول انرژي او پایرو انرژي برېښنا تجهیزاتو تولید کمپنیو مسیولینو د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار سره وکتل.

ترکي پانګوالو افغانستان کې د برېښنا تولید ټوربېنونو، ترانسفارمرونو، عصري ځېرکو مېټرونو تولید برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
RTA Paktia - پکتیا ملي راډیو تلویزیون (@rtapaktia0) 's Twitter Profile Photo

د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي‌الله ارغندیوال وايي، د غوري سمنټو د درېیمې کارخونې ودانیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي. نوموړی وايي، د یادې کارخونې چارې په لوړ معیار او له وخت سره سمې روانې دي.

RTA Paktia - پکتیا ملي راډیو تلویزیون (@rtapaktia0) 's Twitter Profile Photo

داوطلبۍ اعلان! د راډیو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د یو پي اېس ۹۰ بټریو تدارکاتي پروژه داوطلبۍ ته وسپاري. پر شرایطو برابر داوطلبان کولای شي، چې شرطپاڼه له یاد ادرس څخه ترلاسه کړي ⬇️ rta.af/fa/rfqs/

داوطلبۍ اعلان! 
د راډیو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د  یو پي اېس ۹۰ بټریو تدارکاتي پروژه داوطلبۍ ته وسپاري.
پر شرایطو برابر داوطلبان کولای شي، چې شرطپاڼه له یاد ادرس څخه ترلاسه کړي
⬇️ rta.af/fa/rfqs/
RTA Paktia - پکتیا ملي راډیو تلویزیون (@rtapaktia0) 's Twitter Profile Photo

د راشد خان غوره توپ‌اچونې پر مټ ګوجرات اوومه بریا خپله کړه د هند کرېکټ غوره لیګ په ۵۲مه لوبه کې ګوجرات ټایټنز لوبډلې وکولای شول، چې د راشد خان ۴ ویکټو پر مټ سیالې راجستان رویل لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړي. په دې بریا سره ګوجرات لوبډله دویم مقام ته پورته شوه. #RTSport #ipl

د راشد خان غوره توپ‌اچونې پر مټ ګوجرات اوومه بریا خپله کړه

د هند کرېکټ غوره لیګ په ۵۲مه لوبه کې ګوجرات ټایټنز لوبډلې وکولای شول، چې د راشد خان ۴ ویکټو پر مټ سیالې راجستان رویل لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړي.

په دې بریا سره ګوجرات لوبډله دویم مقام ته پورته شوه.
#RTSport
#ipl
RTA Paktia - پکتیا ملي راډیو تلویزیون (@rtapaktia0) 's Twitter Profile Photo

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ‌ محمد خالد الحنفي له قلموالو او مبارزینو غوښتي، چې قلم د اسلامي نظام د دفاع لپاره وکاروي.