خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile
خلیل کندهاری

@klylndhry3

موږمتحدیو

ID: 1590923730187952129

calendar_today11-11-2022 04:26:19

310 Tweet

1,1K Takipçi

582 Takip Edilen

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: وحدت او جوړوالی په دې راځي چې هر کس خپلې وظيفې ته متوجې شي د بل په کار کې کار ونه لري، کومه وظيفه چې چاته ورکړل شوې وي د هماغې وظيفې پوښتنه ترې وشي؛ د بلې وظيفې پوښتنه ترې ونه شي. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: که د بدن اعضاء او اندامونه جوړ وي خو جوړ کار به کوي؛ که جوړ نه وو بيا به ناجوړه کار کوي. که پر مسوولينو کې يو مسوول هم خپله لار پرېږدې نو کولی شي نظام له عادي حالته وباسي. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: د الله تعالی رسولان عليهم السلام په خپل وخت کې هم قاضيان؛ هم واليان او هم قومندانان وو. فيصلې يې هم کولې، نافذولې يې هم، عبادت يې هم کاوه، دين ته يې خلک هم رابلل. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: د خلافت/امارت مقصد دا دی چې خلک يو ځای سره راټول شي او له اختلاف وساتل شي. کله چې د خلکو ترمنځ وحدت راشي يو قوت ترې جوړ شي او په دې قوت سره توانېدلی شي چې د الله عبادت که په اجتماعي وي که انفرادي وي اداء شي. د فساد مخه په قوت سره نيولی کيږي. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: پرخپلو ماتحتو سختي مه راولئ بلکې اساني پرې راولئ؛ په نفرت کې يې مه اچوئ. کشران بايد د خپلو مشرانو اطاعت وکړي دا د يو بل سره مرسته ده که مشر پر کشرانو سختي رانولي نودده به اطاعت او هم به ورسره کومک وکړي، که کشران دخپلومشرانو اطاعت وکړي نو مشران خپل مسووليت په سيي معنی ادا

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: هر مسوول ضرورت لري چې په کارونو کې ورسره کومک وشي نو په کارونو کې له يو بل سره همکاري کوئ البته د يو بل په کارونو کې مداخله مه کوئ؛ ځکه بيا اختلافات جوړيږي. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: علماء او مجاهدين د مسوولينو کومک کوونکي دي. د يو بل اطاعت کوئ، د يو بل خبره منئ، د يو بل سره همکاري کوئ، له يو بل سره محبت کوئ؛ اختلاف به نه سره کوئ او د يو بل د حال پوښتنه کوئ. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: ای واليانو! تاسې د خلکو د دين او دنيا ذمه وار يئ. د ټولو نه مخکې به ترجيع شريعت، د شريعت احکامو او اسلامي نظام ورکوئ. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: د خپل نظام بقاء او ګټې د خپلو شخصي ګټو نه رامخکې کړئ. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: ـ تر ټولو مخکې به پر خپل قريب، ملګري او قوم شريعت نافذوئ. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: ـ د ژبې، سمت، پښتو او فارسي په اړه تفرقه نه کوئ؛ که چا دا کار (تفرقه) کولو ويې نيسئ او محکمې ته يې وسپارئ چې سزا ورکړي. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: مسووليت کې قوم او خپلولي په نظر کې مه نيسئ. ـ داسې خلک نظام ته را داخل کړئ چې نظام ته يې ګټه وي، مسووليت اهل ته وسپارئ، د خپلولۍ او ملګرتيا له وجې په دندو ګمارنې مه کوئ. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: ـ خلک په معنيويت او شريعت کې سره راټول کړئ. ـ د ولس خدمت ته متوجې شئ دا ولس موږ سره په بيت المال کې شريکان دي. دا بيت المال د کونډو، يتيمانو، معيوبينو او بې وزلو حق دی. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: له ظلم او بې عدالتۍ سره حکومتولي دوام نه کوي؛ له مخکنيو حکومتونو بايد عبرت واخلو. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: ـ خپلو رئيسانو ته سيمنارونه جوړ کړئ او پوهه يې کړئ، د خلکو کارونه مه ځنډوئ چې شکايتونه راپورته نشي. ـ خپل مسوولين په قانون پوهه کړئ، قوانين ورزده کړئ، فرمانونه وروښايئ. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: ـ نه خپله غصب وکړئ او نه بل چاته اجازه ورکړئ چې غصب وکړي. د غصب په مخنيوي کې پوره کوشش وکړئ، د غصب کمېسيون په مسايلو کې هيڅ کس مداخله مه کوئ بلکې همکارۍ ورسره وکړئ. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

عالیقدر: په ادارو کې د مشکلاتو شکايتونه راځي د خلکو کارونه مه ځنډوئ؛ دروازې د خلکو پر مخ مه بندوئ، د خلکو د خدمت لپاره لارې خلاصې کړئ او خپلو وظيفو ته متوجې شئ. #محبوب_زعیم

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

#تازه زموږاوستاسومحترم قاري سعید خوستی د اطلاعت او کلتور وزارت حقوقي مشاور وټاکل سو!

خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

انارګل مشاعره..! د انارګل مشاعرې له پاره بشپړ ترتيبات نیول سوي، نن پنج شنبه ماښام به دلته ډېر پرتمین پروګرام ولرو.

انارګل مشاعره..!
د انارګل مشاعرې له پاره بشپړ ترتيبات نیول سوي، نن پنج شنبه ماښام به دلته ډېر پرتمین پروګرام ولرو.
خلیل کندهاری (@klylndhry3) 's Twitter Profile Photo

انارګل مشاعره..! نن پنج شنبه ماښام دخيره په همدې ځای کي انارګل مشاعره لرو. دا ځای په عينو مېنه کي د نقشې په نوم پارک دی، د کندهار د اطلاعات او کلتور رياست له لوري د مشاعرې له پاره بشپړ چمتو سوی دی.