Dr.Haider ډاکټر حیدر (@drhaider0099) 's Twitter Profile
Dr.Haider ډاکټر حیدر

@drhaider0099

"څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا ښه خبره وکړي او یا دې چوپ پاتې شي." بخاري 6138

ID: 1303176734771208192

linkhttps://moi.gov.af/en calendar_today08-09-2020 03:42:20

1,1K Tweet

6,6K Followers

620 Following

Dr.Haider ډاکټر حیدر (@drhaider0099) 's Twitter Profile Photo

خلیفه سراج الدین حقاني نيويارک ټايمز ته: “مشرتابه لویه لاسته راوړنه ترلاسه کړې، د يوه واحد قانون او يوه واحد مشر په لرلو سره يې يو خپلواک حکومت رامنځته کړی.” #SirajuddinHaqqani

خلیفه سراج الدین حقاني نيويارک ټايمز ته:

“مشرتابه لویه لاسته راوړنه ترلاسه کړې، د يوه واحد قانون او يوه واحد مشر په لرلو سره يې يو خپلواک حکومت رامنځته کړی.”
#SirajuddinHaqqani
Dr.Haider ډاکټر حیدر (@drhaider0099) 's Twitter Profile Photo

نن پکتیا کي خلیفه صاحب د مقتول کورنۍ ډېره وهڅوله چې عفوه وکړي، خو هغوی قاتل ونه باښهٔ، ځکه قصاص عملي شو.

Dr.Haider ډاکټر حیدر (@drhaider0099) 's Twitter Profile Photo

خليفه صاحب مشاعرې کي: د ماضي په رڼا کې خپل مستقبل وسنجوي، داسې خبرې و نه شي چې په افغانانو کې زغم او یو بل منلو ته زیان ورسوي، برعکس اخوت او نږدېوالي لپاره باید کار وشي.

Dr.Haider ډاکټر حیدر (@drhaider0099) 's Twitter Profile Photo

ښاغلي حقاني په خپله وینا کې وویل چې افغانان اوس خپلواک دي او پر خپل سیاسي برخلیک حاکم دي چې خپلې فیصله پخپله کوي. هغه زیاته کړه چې موږ نه یوازې د امن افغانستان، بلکې د ټولې سیمې او خطې د ثبات او هوساینې هیله لرو.

Dr.Haider ډاکټر حیدر (@drhaider0099) 's Twitter Profile Photo

د دې عصر په نړیوال سستم کې یواځینۍ لار د قدرت او ځواک پر مټ اوسېدل دي. دا سستم په خټه اخلاق، اصول او قوانین نه لري. که غواړئ ژوند وکړئ، خپل ارزښتونه وساتئ او خپل نظام تلپاتی کړئ؛ په قدرت کار وکړئ.

Dr.Haider ډاکټر حیدر (@drhaider0099) 's Twitter Profile Photo

د کورنیو چارو سرپرست د چین له سفیر سره په یوه ناسته کې د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د مسافر وړونکو الوتنو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې همکارۍ پر لا پیاوړتیا او د عملي ګامونو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د کورنیو چارو سرپرست د چین له سفیر سره په یوه ناسته کې د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د مسافر وړونکو الوتنو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې همکارۍ پر لا پیاوړتیا او د عملي ګامونو پر اړتیا ټینګار وکړ.
Dr.Haider ډاکټر حیدر (@drhaider0099) 's Twitter Profile Photo

خلیفه صاحب کورنيوچارو وزارت ځانګړو قطعاتو مسؤلینو ته: ستاسو وړتیا او لاسته راوړنو باندي یوازې دوستان نه، بلکې دښمنان هم اعتراف کوي.

خلیفه صاحب کورنيوچارو وزارت ځانګړو قطعاتو مسؤلینو ته:

 ستاسو وړتیا او لاسته راوړنو باندي یوازې دوستان نه، بلکې دښمنان هم اعتراف کوي.
Dr.Haider ډاکټر حیدر (@drhaider0099) 's Twitter Profile Photo

د کورنیو چارو وزارت لمړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي کیلس برټرېنډ سره وکتل. په ملاقات کې د امنیت، ټولنیز ثبات، د مخدره موادو د مخنیوي هڅو، بدیل معیشت موضوعات وڅېړل شول. عمري صاحب د بشري مرستو دوام وستایه او ټینګار وشو چې همکارۍ به لا پیاوړې شي.

قدرمن خليفه صاحب «هغه حکومت حکومت نه دی چې ولس یوازې د ډارولو له لارې اداره کوي. د رعیت او ښه حکومت تر منځ د مینې او اعتماد اړیکې وي.»

Dr.Haider ډاکټر حیدر (@drhaider0099) 's Twitter Profile Photo

قدرمن خلیفه صاحب! مرحوم امیرالمؤمنین د سختو حالاتو په منځ کې د کورنیو جګړو او تجزیې پر وړاندې ودرېد، د اسلامي نظام ټينګ بنسټ یې کېښود، او هماغه بنسټ د افغانانو د شل کلن اشغال پر وړاندې د مقاومت، عزت او ملي یووالي سرچینه وګرځېد.

Dr.Haider ډاکټر حیدر (@drhaider0099) 's Twitter Profile Photo

خلیفه صاحب: د افغانانو په دود کې دا شامله ده چې حتی د یوه حیوان او بې‌ ارزښته څیز پوښتنه هم کوي، نو دا خو انسانان وو، مظلوم خلک وو؛ خامخا به یې پوښتنه کوو د دې پېښې پایلې به جدي وي او موږ به یې د وخت په تېرېدو سره په دقت تعقیب کړو.