سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile
سپېلنۍツ

@spelanay

زه به جنت ته د پښتو سره ځم — اِنْ شاء اللّٰه 😍

ID: 756539663100342272

calendar_today22-07-2016 17:21:26

7,7K Tweet

19,19K Followers

99 Following

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

تلم او راتلم آخر خالي مکان ته ودريدمه زه چي له ځانه مرور وم، ځان ته ودريدمه دا شپه زمونږ د بدبختۍ حالونه چاته وايى يوه شيبه د ستورو ډک اسمان ته ودريدمه خداي زده چي کومي ذائقي مي په زړه اووريدي دا چي د شونډو د شکرو کان ته ودريدمه رياض تسنيم

کامريډ افغان💧 (@comrade_afghan) 's Twitter Profile Photo

غاړه به هله مرګ ته کيږدم ؛ چې مې شيرين جانان منکر له مينې شينه ؛ #ټپه #پښتوادب

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

د پرون یادونه ښۀ بلها خواږۀ دي نن هم ښۀ دے چې ځواني ده لېونتوب دے کوم سرکوزے به سبا ته خوشالېږي سبا مرګ دے، سپینه ږيره، بوډاتوب دے سراج الدین سراج

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

دا دَ دهقانے دعا لپه د باران غواړی زړه له بهار او د بهار ژوند له جانان غواړي تمنا ګانے دَ هر چا دَ ماشومانو شولے هر څوک په سر سايه دَ امن دَ آسمان غواړی نه لاله زار جوړول ګران دی نه ګلشن جوړول يو په زړهٔ داغ بل په زړهٔ چاودون د ګل په شان غواړی رحمت شاه سائل

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

دشت مي د خپو او سمندر مي د سيني لاندې کهٔ ناممکن هېڅ نه دی خو يو پښتون ارمان غواړې تر تصوره رسيدل دَ جانان ټوقې نه دې سائله هره لمحه نوی امتحان غواړې رحمت شاہ سایل

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

زه مارغه بې پر او باله نه مې ښاخ شته او نه ځاله لا ژوندی يم خو ځورېږم له مثقاله تر مثقاله له انکاره تر اېمانه هېڅ هم نشته لازواله نن سبا يم لږ بې سُره خو هرګز نه يم بې تاله دمغل وي که د بل وي څوک مزدور مه شه خوشاله ممتاز ګېر دځان په جال دی عجب ګېر دی ذوالجلاله ممتاز اورکزئ

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

چې د شېرین لبو خبرې نه وي پاته په ژوند کې به شکرې نه وي ښایست پټ مه ساته مېدان ته راشه جنګ چې د میني وي نو زغرې نه وي په مځکه پروت یم پهٔ بڼکو کې پټ چې کله الوزم وزرې نه وي چې په میراث کې شو مُلا ته پاته وطن کې ساندې وي سندرې نه وي تبسم

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

زړۀ مې دکان نۀ دي حرم دي، ډک له مینې حرم کۀ څوک ترې ځان پوره کوې، نو دکاندار نۀ لري خاؤره د پنجو په سر ځي اسمان ته مټي نغاړي مسجوده څه شوه، چې پروا د نورونار نۀ لري په سوي بڼ کښې ژوند کاروانه د وطن د شمال "غر مو نختر نۀ لري کلې مو چینار نۀ لري" رضوان الله شمال

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

غوڅ شوى لاس يې راته بيا په لوپټې وتاړه شکر له درد نه مې مزه يو ځلې بيا واخېسته ددې وطن خلك ډېر زر د زړه په رنځ اخته شي زه لا ماشوم يمه، او ځان ته مې امسا واخېسته زمونږ تر منځ چې فيصله د بېلتانه کېدله ما ترېنه مور واخېسته، وروڼو مې دنيا واخېسته شاھنواز باقر

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

خلک د شپې خاموشۍ وویرول اوس څوک د مینې وظیفه نه کوي د مغلل خیلو ویره ورکه شوله پښتانه جنګ په تاتره نه کوي دا به صابر ژاړي غزل به لیکي بل څوک شپه نه خوري، شوګیره نه کوي صاحب شاه صابر

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

د پښتنو غرونو چينے دي بې چناره نه شی هيڅ يو چنار دي مرغو او بې چغاره نه شی لیچي دي چری خالي نه شی د بنګړو نه د چا مازيګرۍ دي د ګودر بې شړنګهاره نه شی سائل صیب

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

وخت د ګیلې نه دې ګیله نه کوي اوښکي مې اوس په بڼو شپه نه کوي غم چې د زړه د ځیګر لار ولیده اوس مې په سترګو کې دمه نه کوي د محفلونو رڼا ولمسوو ګل د پرهر سره رشته نه کوي زما د ښار په هوا څه شوي دي ستا د بڼو د بڼ قیصه نه کوي صاحب شاه صابر

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

چي وعده وکړي لېونئي نو بېا ئي مه ماتوه زه ستا په سر ده خپل رقيب سره شرطونه تړم ستا محبت مي په سينه کښي غورځنګونه وهي دي اباسين ته به تر څو پوري بندونه تړم ډاکټر اباسین

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

د خوبه ډکې ډکې کیږی د هر ستوري سترګې سپوږمۍ خبره کړې چي په غرونو کښې ایساره نه شې زهر ګنډیر شی ژوند، د ژوند لاش په اوږو ګرځوي سړي تالا ښه دي خو چري دي بې ياره نه شې چې ستا تر کوره په کږه وږه لار تا ته ګورم نېغه دي هيچرې زمونږ د نصيب لاره نه شې رحمت شاه سائل

سپېلنۍツ (@spelanay) 's Twitter Profile Photo

د ژوند سپرلې یم په جهان وریږم د مينې ګل یم په جانان وریږم ستا یو نظر کاته په وس کښي نه دي اوښکي په مخ د خپل ارمان وریږم چي پري راځي د یار نازک یادونه نن به په ریګ د بيابان وریږم لمبي دي مړي د ښائست چري مه شه چې تل د اور په ګلستان وریږم رحمت شاه سائل