Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profileg
Sonia Niazi

@sonia_niazi6

د طلوع نیوز خبریاله او پرېزنټره!

ID:1540602126115667968

calendar_today25-06-2022 07:45:58

4,9K Tweets

43,0K Followers

136 Following

Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

د لوړو زده‌کړو سرپرست:
مشر یې ورته امر کړی، چې د پوهنتونونو ټول فارغ ځوانان دولتي ادارو کې په دندو وګماري.
نوموړی زیاتوي؛ حکومتي مسوولین د پوهنتونونو پیاوړي کولو ته ژمن دي.
د ده په وینا؛ د پوهنتونونو د ملاتړ لپاره چې پوهنتونونو ترې هر ډول غوښتنه کړې ده، ورسره منلې یې ده.

account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

مولوي کبیر:
افغانستان د سیمې د ټرانزیټ او سیمه‌ییزو پروژو یوازینۍ لاره ده او له افغانستان پرته دغه چارې ممکن نه دي.
نوموړی زیاتوي؛ دوی غواړي چې د سیمې د ټرانزیټ او سیمه‌ییزې اقتصادي پروژې عملي شي او افغانستان پکې خپله ونډه ولري.

account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

په امریکا کې مظاهرې ټولو پوهنتونونو ته پراخې شوې دي.
یوه اونۍ وړاندې د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې د اسرایلو پر ضد او فلسطین په ملاتړ مظاهرې پیل شوې وې، چې اوس ګڼو نورو پوهنتونونو ته هم پراخې شوې دي.
امریکایي پولیس له مظاهره‌چیانو محصلینو او فعالان سره ناانساني چلند کوي او د

account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

د داعش پخوانی غړی مسلم دوست:
هرات کې په یوه مسجد کې په ۷ کسانو برید د داعش او مقاومت په ګډه همغږۍ شوی دی.
نوموړی زیاتوي؛ د دوی له منځه معلومات ورته رسېدلي دي، چې برید د مقاومت ډلې یوه غړي کړی دی.
مسلم دوست دغه برید غندلی او زیاتوي، چې په ښځو او ماشومانو برید بې‌غیرتي ده.

د داعش پخوانی غړی مسلم دوست: هرات کې په یوه مسجد کې په ۷ کسانو برید د داعش او مقاومت په ګډه همغږۍ شوی دی. نوموړی زیاتوي؛ د دوی له منځه معلومات ورته رسېدلي دي، چې برید د مقاومت ډلې یوه غړي کړی دی. مسلم دوست دغه برید غندلی او زیاتوي، چې په ښځو او ماشومانو برید بې‌غیرتي ده.
account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

د ۱۱۷ میلیونه ډالرو په لګښت د پاشدان بند د پاتې چارو بشپړولو کار پیل شو.
یاد بند ۱۱۷ متره اوږدوالی او ۴۲ متره ژوروالی لري، چې په بشپړېدو سره به یې یاد بند کې ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبوه ذخیره شي.

د ۱۱۷ میلیونه ډالرو په لګښت د پاشدان بند د پاتې چارو بشپړولو کار پیل شو. یاد بند ۱۱۷ متره اوږدوالی او ۴۲ متره ژوروالی لري، چې په بشپړېدو سره به یې یاد بند کې ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبوه ذخیره شي.
account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

د پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو فراغت غونډه په ژوندۍ بڼه له طلوع‌نیوز څخه لیدلی شئ.

د پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو فراغت غونډه په ژوندۍ بڼه له طلوع‌نیوز څخه لیدلی شئ.
account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود دا ځل امریکا ته د مرستې لمن غوړولې ده.
ډیلي میل ورځپاڼې ویلي دي؛ احمد مسعود یوه پیغام کې له بایډن غوښتي دي، چې د اوکراین جګړې د مرستو یوه برخه دوی ته ورکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ که امریکا دغه مرسته ورکړي، څو میاشتو کې به د افغانستان څلورمه برخه ونیسي.

account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

مسعود اندرابي حمدالله محب باندې د ۶۰۰ میلیون ډالرو د غلا تور لګولی دی.
اندرابي تېره شپه له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې حمدالله محب د افغان عسکرو د شپږ میاشتو معاش څخه ۶۰۰ میلیونه ډالره غلا کړي وو.
نوموړی زیاتوي؛ هغه عسکر اوس ده سره دي، چې یادې پیسې یې د محب کور ته انتقال کړې

account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

ترکش اېیرلاینز هوایي شرکت:
په راتلونکو درې اونیو کې به افغانستان ته له سره الوتنې پیل کړي.
ترکش اېیرلاینز ترکي هوایي شرکت دی او دا شپږم نړۍوال هوایي شرکت شو، چې افغانستان ته له سره الوتنې پیلوي.

ترکش اېیرلاینز هوایي شرکت: په راتلونکو درې اونیو کې به افغانستان ته له سره الوتنې پیل کړي. ترکش اېیرلاینز ترکي هوایي شرکت دی او دا شپږم نړۍوال هوایي شرکت شو، چې افغانستان ته له سره الوتنې پیلوي.
account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

امریکایي ګرځندوی جيوردانو ډي لوبيس:
نړۍ کې د خواشیني هېواد په توګه د افغانستان ښودل بشپړ دروغ دي.
نوموړی زیاتوي؛ څو ورځې کېږي افغنستان ته تلی دی او افغانان له موږ ډېره ارامتیا لري او کله چې ورسره مخ شم، موسکا یې ډېر خوند کوي.
د ده په وینا؛ افغانستان ته له تګ وروسته پوه شو، چې

account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

له مسعود اندرابي وروسته د فراه د ملي امنیت پخواني رییس غږیز پیغام رسنیز شو.
عبدالصمد شمس وایي؛ فراه ته به چې هر والي معرفي کېده، له امنیت شورا او د ولسمشر له دفتر سره به یې د ځانګړې مودې قرارداد کاوه.
شمس په فراه کې نن د اوړو یوې فابریکې فعالېدو ته په غبرګون کې زیاتوي؛ والي به په

account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

د هرات او غور تر منځ سړک د اساسي جوړولو چارې پیل شوې.
د طالبانو له حاکمیت راپدېخوا د سړک جوړولو دا بله ستره پروژه ده، چې په جوړېدو سره به یې مهمه مواصلاتي لاره جوړه شي.
ملا برادر وایي؛ د اقتصاد لپاره ځمکنی ټرانسپورټ اړین دی او د دوی لومړیتوب د لویو لارو جوړول دي.

د هرات او غور تر منځ سړک د اساسي جوړولو چارې پیل شوې. د طالبانو له حاکمیت راپدېخوا د سړک جوړولو دا بله ستره پروژه ده، چې په جوړېدو سره به یې مهمه مواصلاتي لاره جوړه شي. ملا برادر وایي؛ د اقتصاد لپاره ځمکنی ټرانسپورټ اړین دی او د دوی لومړیتوب د لویو لارو جوړول دي.
account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

شهاب الدین دلاور:
اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان کاني توکي د پروسس لپاره بهر لاړ شي.
نوموړی زیاتوي؛ هر بهرني او کورني شرکت ته شرط ږدي، چې کاني توکي به په هېواد دننه پروسس کوي.
نوموړي یادې خبرې د چین ستر دولتي شرکت له رییس سره په خبرو کې کړي او پانګونې ته د نوموړي د لېوالتیا هرکلی

شهاب الدین دلاور: اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان کاني توکي د پروسس لپاره بهر لاړ شي. نوموړی زیاتوي؛ هر بهرني او کورني شرکت ته شرط ږدي، چې کاني توکي به په هېواد دننه پروسس کوي. نوموړي یادې خبرې د چین ستر دولتي شرکت له رییس سره په خبرو کې کړي او پانګونې ته د نوموړي د لېوالتیا هرکلی
account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

د مسعود اندرابي د لفظي بریدونو مخ دا ځل عطامحمد نور ته اوښتی دی.
نوموړي وایي؛ عطامحمد نور یو جعلي امپراتور و او کله چې له نورو چارواکو وزګار شو، د نور رازونه به هم افشا کړي.
د اندرابي په وینا؛ که عطامحمد په ځای کې‌نه ني او چوپ نه شي، نور رازونه به هم پسې افشا کړي.

account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

اقتصادي مرستیالي:
په هرات کې درې فابریکې پرانیستل شوې.
دوی زیاتوي؛ په دغو فابریکو کې د دوه درمل جوړولو سترې فابریکې او یوه د مشروباتو جوړولو فابریکه ده.

اقتصادي مرستیالي: په هرات کې درې فابریکې پرانیستل شوې. دوی زیاتوي؛ په دغو فابریکو کې د دوه درمل جوړولو سترې فابریکې او یوه د مشروباتو جوړولو فابریکه ده.
account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

د شمال ټلوالې غړو تر منځ لفظي شخړه په کنځلو او یو بل سپکولو دوام لري.
تازه د ملي امنیت پخواني سلاکار دین محمد جرئت د مسعود اندرابي خبرو ته غبرګون ښودلی دی او نوموړي ته یې سپکې سپورې ویلي دي.
جنرال جرئت په مسعود اندرابي باندې تور لګولی دی چې په وطن یې معامله کړې ده او یو بې‌کفایته

account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

پخوانی چارواکی مسعود اندرابی:
په امرالله صالح باندې مې د شپږ نیمو بجو چکچکي نوم ایښی و.
نوموړی زیاتوي؛ امرالله صالح اشرف غني ته چکچکې وهل خپله دنده ګرځولې وه او بل یې هېڅ کمال او کار نه درلود.
د ده په وینا؛ صالح یو چاپړوس انسان و.

account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

اقتصادي مرستیالي:
کابل کې د یو میلیارد افغانیو په لګښت د سړک جوړولو درې پروژو کار پیل شو.
د ملا برادر په مشرۍ اقتصادي مرستیالي وایي؛ دغه درې پروژې د سړک جوړولو او پرواخولو پروژې دي.

اقتصادي مرستیالي: کابل کې د یو میلیارد افغانیو په لګښت د سړک جوړولو درې پروژو کار پیل شو. د ملا برادر په مشرۍ اقتصادي مرستیالي وایي؛ دغه درې پروژې د سړک جوړولو او پرواخولو پروژې دي.
account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

طالبانو ایراني عسکر ازاد او ایران ته وسپارل.
یادو ایراني عسکرو له طالبانو بښنه غوښتې ده او ویلي یې دي چې سهوه شوي دي.
دغو ایراني عسکرو غوښتل د افغانستان خاورې ته داخل شي، خو طالبانو ونیول.

account_circle
Sonia Niazi(@sonia_niazi6) 's Twitter Profile Photo

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په لومړي ځل نړۍوال جام ته لاره پیداکړه.
افغانستان نن د اسیا ملتونو جام سیالیو شپږمه لوبه کې قرغزستان ته ماتې ورکړه او نړۍوال جام ته یې لاره پیداکړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په لومړي ځل نړۍوال جام ته لاره پیداکړه. افغانستان نن د اسیا ملتونو جام سیالیو شپږمه لوبه کې قرغزستان ته ماتې ورکړه او نړۍوال جام ته یې لاره پیداکړه.
account_circle