Salmeen Khpalwak
@salmeenkhpalwak
Covering Subaltern for Voice of America
ID: 1272118221601202177
14-06-2020 10:46:50
714 Tweet
1,1K Takipçi
587 Takip Edilen
د بلوچستان د کاڼ سیمې بزګر وایي د هوا د بدلونونو او ډېرې تودوخې له کبله دغه سیمه کې د مڼو حاصلات کم شوي او ځینې باغونه په بشپړ توګه له منځه تللي دي. سالمین خپلواک د مڼو د ځینو ویجاړو شویو باغونو عکسونه لیږلي . Salmeen Khpalwak #climatechange #ClimateAction #climate #voapashto
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د ژوب په یوه لوبغالي کې پر ۱۱ اکتوبر په خیبر سیمې کې کیدونکې د قامي عدالت په نامه لویې جرګې لپاره له ځایي خلکو بسپنه ټولوي. د غورځنګ استازي وایي چې ولس په لوی زړه له هغوی سره مالي مرسته کوي Salmeen Khpalwak #PTM #PashtunNationalCourt11Oct
د بلوچستان مسلم باغ سیمې په ملګګي کمپ کې میشت افغان کډوال ځوانان وایي د ستنېدو له وېرې په لوی زړه کاروبار نشي کولای چې له کبله یې ګټه هم کمه شوې ده. دوی زیاتوي چې د افغان تابعیت کارتونو موده هم لنډوي چې له امله یې هغوی د چارواکو لخوا ځورول کېږي. Salmeen Khpalwak
خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د قامي جرګې ښځینه ګډونوالو هم خپلې غوښتنې د جرګې له مشرانو سره شریکې کړې. یو له غوښتنو څخه یې په بدیو کې د نجونو ودول و چې جرګې هم ورته مثبت ځواب ویلی او دغه موضوع یې په خپل پریکړه لیک کې ځای کړه. سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی. Salmeen Khpalwak
د سیندونو په پلار مشهور "اباسین رود" د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان او پنجاب ترمنځ یوه طبیعي پوله ګڼل کېده. دا د پښتنې خاورې یو تر ټولو لوی سیند دی چې په پښتو ادب او فولکور کې د پښتنو د غرور، مېړانې او ځواک سمبول په توګه یاد شوی. Salmeen Khpalwak
د کويټې په "بويټمز" پوهنتون کې د کډوالو او مهاجرت د زده کړو نړيوال مرکز تر نظارت لاندې د انځورګړۍ نندارتون تابيا نيول شوې چې ځايي او افغان کډوالو انځورګرو پکې برخه اخيستې او د انځورګرۍ له لارې يې په پاکستان او افغانستان کې د افغانانو ستونزې انځور کړي. Salmeen Khpalwak
د بلوچستان په پښتون ميشته سيمه ژوب کې ډېری اوسيدونکي وايي چې دوي له تيږو جوړ شوي کورونه ځکه خوښوي چې د لوړ مقاومت سربیره په دوبي کې ساړه او په ژمي کې تاوده وي. سالمين خپلواک پرې راپور جوړ کړی. Salmeen Khpalwak
د افغانستان د مدني ټولنې فعاله بخت زمینه ابراهیم خېل چې له یوه کال راهیسې په پېښور کې اوسېږي، اوس د کور مالک د ویزې د نهلرو له امله له کوره اېستلې او دمګړی بې سرپناه ده. نوموړې وايي: «که بېرته افغانستان ته واستول شم، نو له سخت وضعیت سره به مخ شم.» Jahanzeb Wisa UN Special Rapporteur Richard Bennett