نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile
نورالحق انور Noorulhaq Anwar

@n_anwar1

قلم او ژبه مو اسلامي نظام ته وقف کړي.

ID: 1324658867859542016

calendar_today06-11-2020 10:24:32

1,1K Tweet

138,138K Takipçi

5 Takip Edilen

نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

٢/٢ قلم د فکر، شعور، معرفت، تمدن او قانون ژبه ده، خو توره د عزت، دفاع، طاقت، امن او ثبات وسیله ده. هماغه مهال چې امتونه دواړه په سمه توګه وکاروي، نو نه یوازې خپل دین، هېواد، عزت او کلتور ساتي، بلکې نور ملتونه هم تر خپل سیوري لاندې راولي.

نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

١/٢: تاریخ شاهد دی چې هېڅ ملت یوازې د قلم یا یوازې د تورې په زور نه دی ژوندی پاتې شوی، بلکې د دواړو متوازن او هوښیار استعمال هغه اصل دی چې ملتونه یې ژوندي ساتلي، ازاد کړي او د نړۍ پر مخ یې د ویاړ او عزت مقام ته رسولي دي.

نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

١/٣: امام ابویوسف وایي: زوی مې وفات شو، خو د ښخولو چارې مې نورو ته وسپارلې، ځکه چې د امام ابوحنیفه رحمه الله له درسه پاتې نه شم. دا د علم مینه، د وخت ارزښت، د هغو کسانو ژوند دی چې د خپل ژوند هره لحظه د عبادت، زده کړې او خدمت لپاره کاروي.

نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

١/٢:ابن مسعود رض وایي: هغه ورځ مې افسوس کړه چې لمر پرې ولوېد، خو نیک عمل مې پکې کم و. خلیل بن احمد بصري به ویل: هغه ساعت مې دروند وي چې خوراک پکې کوم، ځکه چې وخت مې ضایع کوي. دا د هغو خلکو خبرې دي چې وخت ته یې د سرو زرو ارزښت ورکاوه، نه یې خالي تېرول، نه یې غفلت ته پرېښود.

نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

دوخت ارزښت ١/١:وخت دانسان دژوند بنسټ دی، هغه شېبه ده چې نه بېرته راګرځي اونه دپیسو په بدل ترلاسه کېږي. الله تعالی په خپل کلام کې پرې قسم خوړلی اودقیامت په ورځ له مهمو پوښتنوڅخه دوه دعمر اوځوانۍ په هکله دي. مؤمن هغه دی چې هره لحظه دحساب وړ وګڼي اوهره ورځ دآخرت دزېرمې لپاره وکاروي.

نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

اسلام او سیاست ١/١: اسلام سیاست د دین یوه لازمي برخه ګڼي، ځکه د شریعت اقامه، د حقوقو تأمین او د نظم ساتل د سیاسي جوړښت پرته ممکن نه دي، سیاست یعنې د ژوند د چارو تنظیم، د افرادو تر منځ د همکارۍ فضا جوړول، د مصالحو تدبیر، د خلکو خدمت، ظلم ختمول او نظام جوړول.

نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

١/٣: ژباړه: حسد (غبطه) یعنی سیالی یوازې دوو تنو سره کېدای سی یو هغه چی الله تعالی مال ورکړی وی او دی یی په سمه توګه سمو لارو کې مصرفوی او بل هغه چې د خپل علم او پوهې مطابق فیصلې کوی او نورو ته هم علم او حکمت ورښیي.

نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

١/٢: رسول الله صلی الله علیه وسل فرمایلي دي: لاحسد إلّا في اثنتَيْنِ: رجلٌ آتاهُ اللَّه مالًا فسلطهُ على هَلَكَتِهِ في الحقِّ، ورجلٌ آتاهُ اللَّه حكمةً فهُوَ يقضي بها ويُعلِّمُهَا» (صحیح البخاری، کتاب الزکاة).

نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

سالم رقابت: هوښیار انسان هڅه کوی چې په ښو عملونو کې ځان نورو سره مساوی یاترې مخته کړی، البته دوه عملونو خپلولو سره دزیاتو ښېګڼو او ښو خویونو څښتن اودکامیابو خلکو کتار کې راتلی سی، چې درسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد کې یې یادونه شوې اودغبطې اوسیالۍ لورته یې ترغیب اوهڅونه کړې.

نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

دملی پراختیا شرکت په چوکاټ کې دصنعتي کمپلکس افتتاح د ا.ا.ا. د کاري ژمنتیا، د عاجلو پرمختګونو د احساس او پر خپلو ظرفیتونو د باور څرګندويي او د راتلونکي په حساب هېواد والو ته هیله بښونکی او د ځان بساینی په لور د چټکتیا پيغام لری.

داڅو ورځو کې مې دڅو تنه والیانو سره غیر رسمي مجلسونه اوبنډارونه ودرلودل، زیات اورېدل مې له دوی څخه وکړل، ددوی دځینو ځانګړتیاوو، ښو فعالیتونو، ښو احساساتو اوخپلو کاري برخو ته درسیدګي په هکله جدي توجه اوټینګ کاری عزم يې چې درلود زما دزیاتې خوښۍ سبب شو، الله دې لا توفیق ور نصیب کړی

نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

(٢/١): نو که د فرد ګټه د ټولنې له مصلحت سره ټکر ولري، عامه ګټه وړاندې ګڼل کېږي. له همدې امله، شریعت سلطان ته دا حق ورکړی چې ځینې مباح شيان محدود کړي او هر ډول اقدام وکړي چې د عامه مصلحت لپاره اړین وي، څو د شریعت اهداف ترسره شي.

نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

د حاکم د هدایاتو پابندي کول. (١/١) : اسلامي شریعت د عامه ګټو د تحقق لپاره د فرد او ټولنې ترمنځ توازن ته ځانګړې پاملرنه کړې، او داسې قواعد یې وضع کړي چې د دواړو د ګټو ترمنځ ټکر له منځه یوسي. شریعت واضحه کړې چې د انسان شخصي تصرفات باید د ټولنې له مصلحت سره په ټکر کې نه وي ...

نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

د اسلامی امارت مخالفین له افغانیت، پوهی او...سره سره بیا هم ولي د جهل، بی انصافي، افتراء، اتهام او بیګانه پروری له عادته نه اوړي.

د اسلامی امارت مخالفین له افغانیت، پوهی او...سره سره بیا هم ولي د جهل، بی انصافي، افتراء، اتهام او بیګانه پروری له عادته نه اوړي.
نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

کورنی اوبهرنی پانګونې سره نن لوګر ولایت کې د(٣٦) مليونه ډالرو په لګښت لمریزې برښنا پروژه افتتاح شوه، چې دهېواد په زیر بنايي برخه کې دپام وړ اقدام ګڼل کېږی، دلا زیاتې خوښي خبره دا چی روان کال کی ( ٦٧) ملییاردو افغانيو په پانګونه دبرښنا دتولید پروژی افتتاح شوي اوکېږی، ان شاء الله.

نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

((١/٢)) (٣): هغه چې له ما سره زما د ستونزې په حل کې خپل وس وکاروي. (٤): هغه چې ستونزې سره مخ سي، ټوله شپه فکر وکړي چې له چا مرسته وغواړي، بیا ما غوره کړی راسي او د حل غوښتنه راڅخه وکړي. (وفیات الأعیان، لابن خلکان).

نورالحق انور Noorulhaq Anwar (@n_anwar1) 's Twitter Profile Photo

((١/١)) د مسلمه امت ستر مفسر او عالم، حضرت عبد الله ابن عباس رضی الله عنهما وایی: د څلورو تنو د احسان بدل نه شم ادا کولای: (١): هغه چې سلام اچولو کې راباندې مخته شي. (٢): هغه چې زما لپاره مجلس کې پراخي وکړي او ناستې لپاره ځای راکړي.