SAAR FM (@fm_saar) 's Twitter Profile
SAAR FM

@fm_saar

Audiobooks, Economics, and Sports from SAAR FM

ID: 867002999725596672

calendar_today23-05-2017 13:03:18

29,29K Tweet

2,2K Takipçi

15 Takip Edilen

SAAR FM (@fm_saar) 's Twitter Profile Photo

رییس‌الوزراء ملا محمد حسن اخند نن په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي او مل پلاوي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین د تاریخي اړیکو او اقتصادي او امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د کرکټ نړېوالې شورا (ای سي سي)  په تازه اعلان کړې درجه بندۍ کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې دوه پياوړي لوبغاړي عظمت الله عمرزی او محمدنبي عیسی خېل د غوره الراونډرانو په لیست کې لاهم لومړی او دویم ځای ساتلی دی.

د راپورنو له مخې د جي ۷ هېوادونو د اټومي وسلو د نه خپرېدو ډلې په تازه خپره کړې اعلامیه کې په دې ټینګار کړی،چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونلري.

د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې پرون په مرمرینه ماڼۍ کې د مالیې وزارت او د افغانستان بانک تر منځ د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک شو.

د عامې روغتیا وزارت پر اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویل شوي، چې د قطر له هېواد سره په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز تخصصي روغتون د جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د حماس او اسراییلو ترمنځ د شخړې له پیل راهیسې په غزه کې د شهیدانو شویو فلسطینیانو شمېر تر ۶۲ زرو اوښتی دی او تر ۱۵۶ زرو زیات نور ټپیان شوي دي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير مولوي بدرالدین حقاني په دغه هیواد کې د روسیې له سفیر تیمور زابیروف سره کتلي دي.

د زابل ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال د دغه ولایت شاوخوا ۷۰۰ ټنه اشتغ او کشته ترکیې ته صادره شوې ده.

د بامیانو ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت والي د عزیزي ګروپ د دفتر رییس عزت الله نیازمند سره په یاد ولایت کې د ۸۰۰مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پیل په اړه خبرې کړې دي.

د غزني د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړېږي. د مسوولینو په خبره د یاد ښوونځي ودانۍ د ناور ولسوالۍ د ځایي خلکو په مالي ملاتړ جوړېږي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، لومړی برید هغه مهال شوی چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د هوايي ځواک یوې اډې ته نږدې چاودنه ورکړل شوه، چې په پایله کې یې ۶ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې پوتین غوښتنه کړې چې د روسیې د پوځي عملیاتو د درولو په بدل کې دې اوکراین د دنباس سیمه په بشپړ ډول پرېږدي، د ناټو له غړیتوبه دې لاس واخلي، کيېف باید بې پرې پاتې شي او لویدیځو ځواکونو ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، د اپرېل له پیل څخه د اګست تر ۲۱ مې نېټې پورې، په پاکستان کې له ۵۰ زرو ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت اعلان کړی چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان سوداګرو او موټرچلوونکو د اسانتیاوو لپاره ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو ته نوي ترانسپورټي اتشې واستول شي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکېب ویلي، چې افغان کډوال په پاکستان کې د پام وړ شتمنۍ، پانګونې او ملکیتونه لري او له اسلام‌اباده یې غوښتي چې د دغو شتمنیو د راټولولو او یا پلورلو لپاره ورته کافي وخت ورکړل شي.

د سوریې د مرکزي بانک مشر عبدالقادر حصریه ویلي، چې سوریه به نوي بانک نوټونه چاپ او د ارزښت لوړولو لپاره به دوه صفرونه ځنې لرې کړي.

ملګرو ملتونو د خوړو خوندیتوب یوې ملاتړې ادارې غزه کې قحطي تایید کړې ده. د خوړو خوندیتوب د مدغم پړاو درجه بندۍ ډلې په راپور کې ویل شوي، چې له نیم میلیون څخه زیات فلسطینیان د اسراییلو د جګړې تر سیوري لاندې د لوږې له ناورین سره مخ دي.

د لندن پوهنتون کالج او د سټاکهولم د چاپېریال انسټیټیوټ نوې څېړنه ښيي، چې د هوا ککړتیا هر کال په ټوله امریکا کې تر ۹۰ زرو څخه د ډېرو کسانو د وخت نه مخکې د مړینې او د سلګونو زرو نورو د ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کیږي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) مرستیال اندریکا راتواته د بدخشان ولایت واخان ته تللی دی. نوموړي پرون په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په واخان کې یې د ملګرو ملتونو او همکارانو د هڅو اغېزمنتیا او ځواکمنتیا لیدلې ده.

د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر شیخ نداء محمد ندیم پرون پکتیا پوهنتون کې د یوې سترې غونډې پرمهال د دیني او عصري علومو پر ارزښت خبرې وکړې او محصلینو ته یې د زده کړو، نیت اصلاح او د وخت د نه ضایع کولو سپارښتنه وکړه.