د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر (@maydanwardak) 's Twitter Profile
د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر

@maydanwardak

د رسنیو دفتر

ID: 2676460074

linkhttp://www.mw.gov.af calendar_today24-07-2014 10:36:35

6,6K Tweet

10,10K Followers

109 Following

د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر (@maydanwardak) 's Twitter Profile Photo

د ميدان وردګ ولايت سیداباد ولسوالۍ اړوند کابل _ کندهار پر لويه لار د عزیز کلا په سيمه کې د ترافيکي پيښې له امله پنځه کسان مړه او یو نفر ټپي دی، پېښه د سراچې ډوله موټر د چلوونکي د بې احتياطۍ او ﺯيات سرعت له امله د سرک څخه وتلی او چپه شوې ده

په مرکز میدانښار کې ږلۍ بزګرانو ته زیانونه اړولي دي ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱ د میدان وردګ ولایت د مرکز میدانښار په ځینو سیمو کې ږلۍ بزګرانو ته زیانونه اړولي دي. یاده ږلۍ نن جمعه غرمه مهال د بزګرانو فصلونه او باغونه زیانمن کړي دي.

په مرکز میدانښار کې ږلۍ بزګرانو ته زیانونه اړولي دي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱
د میدان وردګ ولایت د مرکز میدانښار په ځینو سیمو کې ږلۍ بزګرانو ته زیانونه اړولي دي.

یاده ږلۍ نن جمعه غرمه مهال د بزګرانو فصلونه او باغونه زیانمن کړي دي.
د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر (@maydanwardak) 's Twitter Profile Photo

د میدان وردګ ولایت مقام کې د پراختیایي کمېټې میاشتنۍ غونډه د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي حمیدالله شهیدخېل په مشرۍ ترسره شوه،په غونډه کې د ځینو موضوعاتو د بحث ترڅنګ د تېر کال د ۴۲ پروژو له ډلې د ۲۷ پروژو د بشپړېدو یادونه وشوه او د روان کال لپاره د ۴۶ پروژو پر دوام ټینګار وشو

د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو تنو ته د غلا په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه. یاد کسان هر یو په ۳۰ میاشتو تنفیذي حبس او ۳۹ درو محکوم شوي وو، چې د سترې محکمې تر تایید وروسته پرې یاد حکم عملي وشو.

د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو تنو ته د غلا په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.

یاد کسان هر یو په ۳۰ میاشتو تنفیذي حبس او ۳۹ درو محکوم شوي وو، چې د سترې محکمې تر تایید وروسته پرې یاد حکم عملي وشو.
د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر (@maydanwardak) 's Twitter Profile Photo

د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند سنګلاخ سیمې ته د ( ۲.۶) کیلومتره غځيدلي سړک اساسي رغونه د ټولګټو چارو وزارت د بودجې څخه د شا او خوا (۷۷.۷) میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شو، د ولایت والي ملا خیرالله خیراخواه وویل: موږ هڅې کوو ولسونو ته دا ډول نورې پروې پلې کړو.

د رياست الوزرا عالي مقام د حکم په اساس مولوي کريم الله د میدان وردګو ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست لپاره د نوي رییس په توګه معرفي شو. د معرفت په یادو مراسمو کې مسولینو د پخواني رییس کړنې وستایلې او نوي رییس ته یې په چارو کې د بریا هیله څرګنده کړه.

د رياست الوزرا عالي مقام د حکم په اساس مولوي کريم الله د میدان وردګو ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست لپاره د نوي رییس په توګه معرفي شو.

د معرفت په یادو مراسمو کې مسولینو د پخواني رییس کړنې وستایلې او نوي رییس ته یې په چارو کې د بریا هیله څرګنده کړه.
د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر (@maydanwardak) 's Twitter Profile Photo

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ اړوند د دهنې په کلي کې د دېوال دنړېدو له امله دوه میرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه پېښه تیره ورځ رامنځه شوې چې یوه میرمن د (۱۵) او بله (۲۲) کلونو عمرونه لري. وروسیتو بارانونو ډیری کورنه زیانمن کړی چې دا ډول پېښې ورسره زیاتې شوې دي.

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ اړوند د دهنې په کلي کې د دېوال دنړېدو له امله دوه میرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه پېښه تیره ورځ رامنځه شوې چې یوه میرمن د (۱۵) او بله (۲۲) کلونو عمرونه لري.
وروسیتو بارانونو ډیری کورنه زیانمن کړی چې دا ډول پېښې ورسره زیاتې شوې دي.
د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر (@maydanwardak) 's Twitter Profile Photo

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار کې د عیدګاه جامع مسجد رغنیزې چارې پیل شوې. د یاد مسجد رغنیزې چارې د میدان وردګو ولایت حج او اوقافو ریاست په هڅو د ریاست الوزرا مقام او د یاد ولایت د والي ملا خیرالله خیرخوا په لارښوونه د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوې

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار کې د عیدګاه جامع مسجد رغنیزې چارې پیل شوې.

د یاد مسجد رغنیزې چارې د میدان وردګو ولایت حج او اوقافو ریاست په هڅو د ریاست الوزرا مقام او د یاد ولایت د والي ملا خیرالله خیرخوا په لارښوونه د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوې
د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر (@maydanwardak) 's Twitter Profile Photo

په میدان وردګ ولایت کې د نفتو او ګازو امارتي شرکت د ودانۍ د جوړولو چارې نن د ۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسولین وایي له ۲۰۷ زیانمنو کورنیو سره یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه. د یاد ریاست مسولین زیاتوي دغه مرستې یې په سیدآباد او جغتو ولسوالیو کې د وروسیتو اورښتونو او سېلابونو له امله زیانمونو کورنیو ته ویشلې دي.

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسولین وایي له  ۲۰۷ زیانمنو کورنیو سره یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.

د یاد ریاست مسولین زیاتوي دغه مرستې یې په سیدآباد او جغتو ولسوالیو کې د وروسیتو اورښتونو او سېلابونو له امله زیانمونو کورنیو ته ویشلې دي.
د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر (@maydanwardak) 's Twitter Profile Photo

د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندانۍ اړوند ترافیکو مدیریت له لوري د کابل–غزني پر لویه لار د ځلېدونکو ګل مېخونو لګولو لړۍ پیل شوه. د یاد مدیریت مسولین وايي دغه اقدام به د ترافیکي نظم د ښه والي او ترافیکي پېښو په کمېدو کې مهم رول ولري. د میدان وردګ ولایت مقام رسنیز دفتر

د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندانۍ اړوند ترافیکو مدیریت له لوري د کابل–غزني پر لویه لار د ځلېدونکو ګل مېخونو لګولو لړۍ پیل شوه.

د یاد مدیریت مسولین وايي دغه اقدام به د ترافیکي نظم د ښه والي او ترافیکي پېښو په کمېدو کې مهم رول ولري.

د میدان وردګ ولایت مقام رسنیز دفتر
د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر (@maydanwardak) 's Twitter Profile Photo

د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې امنیتي منسوبینو پنځه تنه غله د موټر سیکلونو او له کورونو څخه توکو د غلا په تور نیولي دي. د لومړۍ حوزې امنیتي مسؤلین وایي: نیول شویو غلا خپل جرمونه منلي او دسیې به یې له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شوي.

د میدان وردګ ولایت  په مرکز میدانښار کې امنیتي منسوبینو پنځه تنه غله د موټر سیکلونو او له کورونو څخه توکو د غلا په تور نیولي دي.
د لومړۍ حوزې امنیتي مسؤلین وایي: نیول شویو غلا خپل جرمونه منلي او دسیې به یې له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شوي.
د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر (@maydanwardak) 's Twitter Profile Photo

د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د میدان وردګ ولایت اړوند د جلرېز ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ او د دایمیرداد ولسوالۍ د مقام لپاره اداري ودانیو د جوړولو چارې د (۴۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د سرتاج ساختماني شرکت لخوا په ځانګړو مراسمو سره پیل شوې چې د یو کال په موده کې به ورغول شي

د میدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سپما اړوند د بیلابیلو پروژو چارې پیل شوې. یادې پروژې د میدان وردګو ولایت کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د همکارې مؤسسې په ملاتړ پلي کېږي چې پکې د اوبو کانالونو او کوچنیو ویالو جوړول شامل دي.

د میدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سپما اړوند د بیلابیلو پروژو چارې پیل شوې.

 یادې پروژې د میدان وردګو ولایت کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د همکارې مؤسسې په ملاتړ پلي کېږي چې پکې د اوبو کانالونو او کوچنیو ویالو جوړول شامل دي.
د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر (@maydanwardak) 's Twitter Profile Photo

د میدان وردګ ولایت اړوند دایمیرداد ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ چاودني له امله ٦ تنه ماشومان ټپيان شوي. په پېښه کې ٣ تنه ماشومان په سطحې توګه ټپیان او ٣ تنه نور چې وضعیت یی نازک ښودل شوی د میدان وردګ ولایت ولایتي روغتون ته د درملني په موخه لیږل شوي دي.

د میدان وردګ ولایت اړوند دایمیرداد ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ چاودني له امله ٦ تنه ماشومان ټپيان شوي.
په پېښه کې ٣ تنه ماشومان په سطحې توګه ټپیان  او ٣ تنه نور چې وضعیت یی نازک ښودل شوی د میدان وردګ ولایت ولایتي روغتون ته د درملني په موخه لیږل شوي دي.
د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر (@maydanwardak) 's Twitter Profile Photo

د میدان وردګو ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست له لوري د یوې همکارې مؤسسې په ملاتړ له ۴۹ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه. د یاد ریاست مسولین وایي دغه مرسته یې د ولایت په کچه د وروستیو اورښتونو او سیلابونو له امله زیانمنو کورنیو ته ویشلې ده.

د میدان وردګو ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست له لوري د یوې همکارې مؤسسې په ملاتړ له ۴۹ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

 د یاد ریاست مسولین وایي دغه مرسته یې د ولایت په کچه د وروستیو اورښتونو او سیلابونو له امله زیانمنو کورنیو ته ویشلې ده.
د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر (@maydanwardak) 's Twitter Profile Photo

د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ تنګي دره کې د قتل پر سره راپورته شوې شخړه حل شوه، د یادې ولسوالۍ تنګي سیمې د رنځي خېلو د کلي اوسېدونکی صفت الله د لوګر ولایت اوسېدونکي لخوا په قتل رسیدلی وو چې د دواړو ولایتونو علماؤ او مخورو په هلو ځلو دغه شخړه پای ته ورسېده.

د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار اړوند رستم خېلو سیمه کې د ۱،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو پُل جوړولو چارې پیل شوې. یاد پُل د میدان وردګو ولایت د کلیو د بیا رغوني او پراختیا ریاست په همغږۍ د همدې سیمې اوسېدونکي په لګښت د ۷ متره په اوږدوالي او ۴ متره په لوړوالي سره جوړیږي.

د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار اړوند رستم خېلو سیمه کې د ۱،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو پُل جوړولو چارې پیل شوې.

یاد پُل د میدان وردګو ولایت د کلیو د بیا رغوني او پراختیا ریاست په همغږۍ د همدې سیمې اوسېدونکي په لګښت د ۷ متره په اوږدوالي او ۴ متره په لوړوالي سره جوړیږي.