Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile
Enayatullah Enayat

@enayatullah2218

facebook.com/enayatullah.kh…
tiktok.com/@enayatullahen…
رَبّ لاَ تَذَرْنِی فَردًا
پروردګاره! ما یوازې مه پرېږده

ID: 3242068383

calendar_today08-05-2015 16:54:59

1,1K Tweet

2,2K Followers

406 Following

Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile Photo

کاڼي ته چي لاس کړم نو دپاسه دا اواز راسي څله يې دخداي له ذکره باسې عبادت کوي چا توره اخستې ده په دې دنيا خپل حق غواړي څوک ودې ته ناست دي چي حساب به په قيامت کوي زه د شک په سترګه د لستوڼي مار ته وګورم دوى وايي دروېش خو د دوستانو هم نفرت کوي «دروېش»

Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile Photo

د تـبـاهــۍ نه وړانـدې بــچ کـړې زمـا قـام خـالقـه غاښ چې ترې واخلې بيا به څه کړي په بادام خالقه (شاعر؟)

Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile Photo

دغه د غرونو غوندې خلق وينې دا سټې څوک هم نړولې نه شي دلته وحشت پاتې کيدلې نه شي اغياره پام دا د پشتو وطن شې د جګو غرو او حوصلو وطن دې دا د سندرو او ټپو وطن دې دې خاورې مور نه به لوګی کاندو ځان خو دا سرونه ټيټيدلې نه شي زمونږه غرونه څوک خوړلې نه شي

Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile Photo

وا هلکه‌دا څه ليټئ ده جبهه مقاومت په ټرمپ شوې حمله په غاړه واخيسته 🤣😂😂

Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile Photo

مقتول پښتون دی قاتل هم پښتون دی په حق شهید خوباطل هم پښتون دی د نـنـګ ددومـره کارنـامــو بــاوجــود خوخلک وایی جــاهــل هم پښتون دی منــم چـې دغه د اغيار سـازش دی خودې سازش کې داخل هم پښتون دی چــې دوزخـونــو تــه وردانــګـي فــدا د جــنـتـونــوقـابــل هـم پښتـون دی شوکت علي

Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile Photo

تا غمونه د لالي خوري؛ او ما خپله بېوسي خوري مینه داسې بد مرض دی مینه ګل غوندې ځواني خوري انقلابه! انقلاب دی انقلاب رانه سړي خوري د غربت په رنځ اخته یم؛ رانه وینې د زړګي خوري ځه! ورځه! ته د چا یاده؛ ما دا خپله تنهایي خوري غمه! تاته حاجت نه شته؛ سکون خپله زندګي خوري

Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile Photo

ډېر کارونه په کولو خدائ تمام کړي هر یو کار خو د ښېرو او دعا نه وي عطشان بونيرې

Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile Photo

د عشق رټلې ژبه ماته راکړه؛ چې سوې ـ سوې چغې و وهمه! د ویر ماښام دی ځان را ورسوه لکه شیعه سینه او زړه وهمه دا بد نیتي به له زړه وباسمه؛ نورې به وروره! ستا پښې نه وهمه ژوند مرور دی بیا په نه خبره نارې تر شاه ورپسې زه وهمه تا هېرومه بدلومه عادت ځان په بلا د بېلتانه وهمه سکون

Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile Photo

زما په یاد کې ټوله شپه وي ویخه خدای ته ژاړي؛ پوهېږمه! د هر بنګړي ـ ازار به ما وهي زه پلار یم؛ خو د خپلې لور ازار دی را پسې؛ زه مور یم؛ خو د خپل بچي ـ ازار به ما وهي قسمته! کار خو ستا و، زما دې کې څه ګناه وه؟ قسمته! چې د خپل لالي ـ ازار به ما وهي طاهر سکون

Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile Photo

دردونــه قلاریـګـې لـږ د مـالـګـي پـۀ اوبـــو چـې څـوک درتـه یـادیـږې پۀ ژړا شـه ورپسـې 💔 شـاه سـعـود

Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile Photo

ژونده! بخښنه کوه؛ ما دې ازار اخیستی قسمت مې ښه نه راځي؛ له ما یې یار اخیستی زه یې یتیم را لوي کړم جنګ را نه پلار اخیستی تا دې وعدې واخیستې؛ ما انتظار اخیستی ماښام سر ټیټی راغی غم دې خمار اخیستی موږ سادتوب د کلي؛ تا خوي د ښار اخیستی سکون دې غم د مینې؛ په اوږو بار اخیستی!

Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile Photo

داسې په ژړا چې ځواني تېره شي مه را درومه بیا چې ځواني تېره شي حسن د ځوانۍ سره تړلی وي ختمه شي ښکلا چې ځواني تېره شي. بهلول مروت

Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile Photo

عقيده مې هم د عشق په مذهب ده ستا په ښکلو ښکلو سترګو مې ايمان دى اصليت په کې د هر سړي بربنډ دى دا دنيا مثال د ډمې د مېدان دى دروېش روښان

Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile Photo

چې ډېریګو څومره لا بې خونده کېږو قــــامـــه دا څه د کمال بې کــمالي ده

Enayatullah Enayat (@enayatullah2218) 's Twitter Profile Photo

څومره به څوک عمر د ساګانو سره اوږد کړي ژوند خو تمامېږي که یوه شیبه یې کال هم کړې څه وکړو سعوده! چې رڼا خیرنه شوېده سترګې نه پاکیږي، که په اوښکو یې کنګال هم کړې سعودصیب