@alizai_rohullah
ID: 1441654207807823877
calendar_today25-09-2021 06:44:52
2,2K Tweet
165,165K Followers
161 Following
3 months ago
په افغانستان کې د امنیت په راوستلو موږ بریالي یو، مخکې له دې چې مجرم، کوم جرم ترسره کړي موږ یې ونیسو. د کورنیوچارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع :
شکریه بارکزۍ تر هغه چې داحمدشاه مسعود د لارویانو پلوي کوله ډیره ښه وه خواوس چې یې، د مسعود په اړه واقعیت وویل تر ټولو بده شوه. دا باید بارکزۍ او ددې په څېرنورو ته چې په دې لاره کې روان دي، لوی درس او ښه تجربه وي چې دوی هیڅکله نه خپلیږي.
کورنیوچارو وزارت، په کابل کې دجنایي پیښو دمخنیوي لپاره 660 موټرسایکلونه اخیستي دي ترڅو مجرمین په کوڅوکې ونیسي. د کورنیوروزارت ویاند قانع :
موږ خپلواکه هیواد یو، نړیوال باید زموږ آزادي او قانون ومني ، د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت د شکایتو نوکمیسیون مشر، مولوي حامد:
د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت د شکایاتو کمیسیون مشر،مولوي حامد د نن فکر په مناظره کې وایي: موږ پر ټولویورقم قانون تطبیق کوو، سباته، دیو چارواکي په اړه شکایت وکړه وګوره چې څنګه یې خپلې شعبې ته حاضروم . بشپړه خپرونه نن شپه 9:00بجې له شمشاد څخه کتلای شی !
څه چپه معامله په دې دنیا کې شروع ده موږ خبر نه یو، دوی آریاناسعید، زموږ مشره انتخاب کړې ده. هوتکي :
دشریعي قانون، دتطبیق په تړاو دنن فکر بشپړه مناظره دلاندې لینک له لارې کتلای شی ! youtu.be/Ax9PcJhfOEs?si…
ددوستم، عطا، بسم الله خان او د شیرپور ټول چور شوي کورونه باید، له تیرو چارواکو څخه بیرته واخیستل شي . سیاسي شنونکی، عزیز ستانکزی :
په اسلامي نظام کې، تر قانون پورته څوک نشته، که وزیر وي که رییس وي او هرڅوک چې وي قانون به پرې تطبیق کیږي. د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت دشکایاتو کمیسیون مشر،مولوي راز محمدحامد:
تیرو سیاسیونو او چارواکوچا په سویدن کې د ملت په پیسو شفاخانه جوړه کړې، چا خارج کې طیارې اخیستي چا کیشتۍ. سیاسي شنونکی امید ساپی :
جاوید مومند، داحمدشاه مسعود پلویانوته : جنګسالارته، ملي اتل نه ویل کیږي .
دژورنالیستانو دملاتړ په نوم بڼسټونه که هغه په افغانستان کې دننه دي یادباندې دوی اکثریت یې له دغه ادرس څخه غلطې استفادې کوي. دغه ادرسونه نه پرون دخبریالانواستازي وو اونه نن استازیتوب کولای شي. پردغه ادرسونو باورمکوی، اسلامي امارت دي ددوی فعالیتونه تر نظارت لاندې ونیسي.
نن دکانونووزارت لخوا دبولۍ له لارې، دپنجشېر له کانونو څخه په قانوني ډول، استخراج شوي لاندې اندازه زمرد، په درې لکه امریکايي ډالرو خرڅ شو. پخوا به دپنجشېر زمرد، په غیرقانوني ډول دزورواکانولخوا خرڅیدل.
نیمه پیړۍ وړاندې په افغانستان کې، دپاکستان مداخلاتو ته څنګه لاره هواره شوه ؟ د سردار داودخان تیروتنې څه وې؟ ولې یو شمېرتنظیمي مشران په هغه وخت کې پاکستان ته ولاړل؟ په دې اړه د سردارمحمد داودخان د واکمني پرمهال، د سرحداتو وزیر پاچاګل وفادار ځواب لاندې کتلای شی :
د بخښنې نړیوال سازمان وایي : په تیرو دریوکلونو کې اسلامي امارت پرله پیسې بشري سرغړونې کړي دي. دسیاسې چاروشنونکی ډاکټر محمد یې، په ځواب کې وایي: کله چې عراق پر کنډوالې بدل شو ستاسو دروغجن سازمان چیرته وو.
دبخښنې سازمان وایي عام ولس دي داسلامي امارت پرضدراپورته شي نړیوالوته دي شکایت وکړي. یاداشت! داهغه نړیوال دي چې په همدې بې ځایه باور یې نیمه پیړۍ افغانان بدبخته کړل یوځلې یې داخلې جګړوته یوړکابل یې کڼدواله کړ. 3کاله وړاندې یې هم همداپلان درلود خوافغانانوهوشیاري وکړه نه ولاړل.
تاوده بحثونه، نن شپه!
احمدشاه مسعود، د خلکو پرمخ تیزاب پاشل، تروریستي بریدونه کول د افغانستان پرضد، مسعوددپاکستان استخباراتو آی ایس آی، روسیې کې جي بي، انګلیس ام آی سکس او فرانسې استخباراتو لپاره کار کوه. دپوهنتون استاد، سمسورساپی:
له افغانستان څخه اکثریت هغه خلک، تیرچارواکي او سیاسیون چې نن په هیواد کې جګړه غواړي، له جدي رواني تکلیف سره مخامخ شوي، رواني داکټران یی هم په تداوي کې عاجز پاته دي، امکان ددې شته چې دهمدې ناروغي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي. عام نظر:
د جمهوري نظام پرمهال، په افغانستان کې معارف، فاسد وو. پخوانی ولسمشرغني: