Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف (@abdulsalamzaeef) 's Twitter Profile
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف

@abdulsalamzaeef

ID: 2863029889

linkhttp://www.afghanfoundation.net calendar_today18-10-2014 16:16:34

2,2K Tweet

495,495K Followers

237 Following

Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف (@abdulsalamzaeef) 's Twitter Profile Photo

انتقاد دوه ډوله کیږي، اول داصلاح لپاره دویم دحقد اود یوچا دبدنامی لپاره،اول انتقاد هم ګټه ، تاثیر اوهم ثواب لري، په دویم انتقاد کې نه ګټه وي اونه ثواب بلکه نورهم حقد اوحسد زیږه وي، سالم انتقاد دټولني په ګټه دی، په چارو کې ښه والی راځي او مسؤلین خپلو دندو ته متوجه کوي.

Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف (@abdulsalamzaeef) 's Twitter Profile Photo

زمانه کــــــې بدي نســـــته بدي ټول دانــــسانانو که قتلونه که غارت کړي که حق خوري دمظلومانو که مکرونه چلبازی دی تعصـــب که عــــداوت دی که غيبت که نمامت دی که تهــــمت پرمـــــؤمنانو

زمانه کــــــې بدي نســـــته بدي ټول دانــــسانانو
که قتلونه که غارت کړي که حق خوري دمظلومانو

که مکرونه چلبازی دی تعصـــب که عــــداوت دی
که غيبت که نمامت دی که تهــــمت پرمـــــؤمنانو
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف (@abdulsalamzaeef) 's Twitter Profile Photo

په غزة کې دسهیونستانو جرائمو، دښځو، ماشومانو، ژورنالستانو، طبي کارکنانو، سپینژیرو او عامو مسلمانانو قتل عام داثابته کړه، چې دامریکا اومتحدینو دبشر دحقونو دعوی یوه درواغجنه داعیة او سیاسي وسله ده چې تل یې دمسلمانو په وړاندې دقوې اصلحي په توګه کارولي ده.

Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف (@abdulsalamzaeef) 's Twitter Profile Photo

بیریږم بلکه یقین لرم چې دغزي دمؤمنانو مظلومیت او د وینو سره ګډي اوښکې کرږي او چیغي به داسلامي نړی په ځانګړي توګه دعربي نړۍ بې حسه واکمنانو ته دالله په طوفاني عذاب بدلیږي چې بیا به وچ او لانده ټول پکښي سوزي.

ابن جوزي رحمة الله عليه وايې: دالله عبادت اواطاعت که څومره په مشقت سره هم وکړي نو سختي يې ځي اوثواب يې باقي پاته کيږي. ګناه اوبې اطاعتي چې څومره په لذت،شهوت،راحت اوخوندسره وکړي نوداټوله ځي،عذاب،عقاب اوحساب يې باقي پاته کيږي.

Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف (@abdulsalamzaeef) 's Twitter Profile Photo

ګــــمان مکوه چــــې حـــرص بـــه دې صـابر سي تـــر څـــو ســـتا جسد پــه خـاورو کې اسير سي لايزالـــــه دنـــــيا نــــه ده نـــه ژونـدون ســـته لــــنډ مهلــت د ابـــــتلا تــــير پـــــه توپيــــــر سي

ګــــمان مکوه چــــې حـــرص بـــه دې صـابر سي
تـــر څـــو ســـتا جسد پــه خـاورو کې اسير سي

لايزالـــــه دنـــــيا نــــه  ده  نـــه  ژونـدون ســـته
لــــنډ مهلــت د ابـــــتلا تــــير پـــــه توپيــــــر سي
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف (@abdulsalamzaeef) 's Twitter Profile Photo

امن او ثبات دالله هغه نعمت دی چې د ژوند ټول تا رونه ورسره تړلي دي، امن دهرچا په ګټه دی، امن دهرچا لپاره اړین دی ، دامن اقامه دترقی پرمختګ ترټولو لوی عنصر دی، په ټول کې امن لکه مشاع پټی مشترک دی او ساتل یې دټولو مسؤ لیت دی.

Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف (@abdulsalamzaeef) 's Twitter Profile Photo

دمومن داوصافو څخه یو صفت دادی چې دبل مؤمن لپاره به هغه څه خوښه وي چې ځانته یې خوښه وي.