تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profileg
تور لونګ💫🎻

@ToorLawang1

𝐼 𝑎𝑚 𝑓𝑢𝑙𝑙 𝑜𝑓 𝑐𝑜𝑙𝑜𝑟𝑠.
(Literature, Poetry, Music, History, Dance, adventurer)
Occasional Writer

ID:1393819692146601988

calendar_today16-05-2021 06:45:04

3,1K Tweets

2,2K Followers

0 Following

تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

تصادم به پېدا کېږي پۀ فطرت کښې خرابي ده
زۀ د زمکې نه پېدا یم فېصله مې اسماني ده

جلال خليل

account_circle
تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

يو خو مړي د اميد ګرځووم ځان کښې
بل پۀ دشته کښې روان د ناکامۍ يم

جلال خليل

account_circle
تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

تا سره چې لاړ په سفر هېر شولو
ما نه د چشمانو نظر هېر شولو

کاڼي ئي په لاس کښې چې نیولي دي
ښکاري جوړې خپل ترېنه سر هېر شولو

ګرځمه بهر ترې د څو ورځو نه
داسې د خپل زړۀ رانه ور هېر شولو

رازه ! لا زخمي دے نظر هغسې
څوک وائي د هجر منظر هېر شولو

سليم راز

account_circle
تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

هواګانې بـــه يې ځکـــه لارې نيـــسي
ځي کاروان مومند تيارو پسې رڼا وړي

کاروان مومند

account_circle
تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

چې زما د زړګي سر شوې
څنګه ما نه نا خبر شوې

دريابونه د غم نغاړي
اے زړګیه! سمندر شوې

په تیارو به ایمان راؤړي
که ئي زلفې په نظر شوې

د خوشبوئ په اوږو ځمه
نن مې زلفې همسفر شوې

په بڼو ئي رازه ! تم شه
که له سترګو ئي بهر شوې

سليم راز

account_circle
تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

لکه ونه مستقیم په خپل مکان يم
که خزان راباندې راشي که بهار

رحمان بابا

account_circle
تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

ژوندون لټون مينه مرګی او حساب
څومره کارونه مي په سر پراته دي

قلندر مومند

account_circle
تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

ستا نامه ده هم يې اخلم هم يې اورم
غږېدو نه اورېدو پورې دا ستا يم

ممتاز

account_circle
تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

دا باد د ﺯمانې چې مونږه چيړي هسې نه ده
دا ګوري چې په مړو ايرو کې سره بڅري شته

افراسياب خټک

account_circle
تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

دا ژوندون دی دوه ورځې
خلاص به شي او تېر به شي
دا غني به خاورې شي
ورک به شي او هېر به شي
دا شونډې تودې خوږې
دا د غم صنم قيصې
دا کاروان روان روان
ځي په مخه تېر به شي

غنی خان

account_circle
تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

ځم دا قفلي سره خو ده به مي وي شرط پکښي
زه به د سالار هري خطا ته ګوته نیسما

ډاکټر ديدار يوسفزے

account_circle
تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

مونږه سموي په دې مي نشته اعتراض
سوال لرم چې دوئ کله ځانونه سموي

ممتاز لالا

account_circle
تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

ووايه د ژوند د فلسفي شاګرده ووايه
سر په اوږو څه معني او سر وي په دار څه معني

پيرمحمد کاروان صيب

account_circle
تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

څنګه به څه نه وېم چې دا نور خلک
ږدي د وهم پېټي د پښتـــــون په سر

ډاکټر خالق زيار

account_circle
تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

زما د سېل پۀ تصويرونو تېروتلي ياران
زما پۀ باب وائي چې دے سړي مزې وکړلې

گوھر وزیر

account_circle
تور لونګ💫🎻(@ToorLawang1) 's Twitter Profile Photo

خوراک کوی د سپی او مسالې د ملایانو
بانګونه د بلال او لنګوټې د چینګړیانو
پرتوګ دې یاره نشته خو شمله نیغه د خان
شل ښځې دې ساتلی په سحر وایی اذان
په جنګ کې بهادر او مستانه لکه چنګیز
په مینه کې بې شرمه بې پروا لکه انګریز

غنی خان

account_circle