Asad Attash
@Ghorzong
ID:3307964870
06-08-2015 16:15:34
53,7K Tweets
3,9K Followers
4,9K Following
حاجي ميرزالي خان چې دُنيا يې د ايپي فقير په نوم پېژني. د پُښتون قام دغه اتل د 1897 ميلادي کال شا و خوا د وزيرستان ټوچي نومې سيمه کې د کهجورۍ سره نژدې په کړته نومې کلي کې د ارسلاخان کره زېږدلی ؤ. د نيکهٔ نوم يې محمد آیاز خان او پهٔ خټه اُتمانزی وزير و.
#FreedomFighterFaqirIpi
د فقیر ایپی۴ ورنړه و،مشر مولانا شيرزمان،دويم ميرزالي خان، دريم مُلا ميرزمان او کشر ګُل زالي خان ؤ، ميرزمان په خپل مرګ د غزا ګانو له مخکې مړ ؤ،ګُل زالي د غزاګانو د پيل په ورځو ژوندی و، مولانا شيرزمان د ده سره اوږه پهٔ اوږه ولاړ ؤ په 8م جون1947په حق ورسېدو
#FreeDomFighterFaqirIpi
ميرزالي خان وړومبۍ زدکړې د خپل پلارارسلا خان نه کړې وې، بيا يې تر څلورم ټولګي پهٔ يوهٔ سرکاري سکول کې زدکړې وکړې او وروستو بیا بنوں ته د مذهبي زدکړو لپاره لاړو. خو څهٔ موده پس بیا بيرته توچۍ ته راغلو او د داوړو پهٔ سيمه کې يې خپلې زدکړې پيل کړې.
#FreedomFighterFaqirIpi
د پلار د مرګه وروسته د دهٔ مشر ورور د کړتی جاييداد خرڅ کړو او پهٔ سپلګه او شام کې زمکه واخيسته. هلته يې جومات،کور او حُجره جوړ کړل. د شام په زمکه يې ودانۍ جوړې کړې.هغه بيا د نورو زدکړو لپاره بنوں ته لاړو.
#FreedomFighterFaqirIpi
دهٔ ښهٔ سړيتوب لهٔ کبله نوموړي عالم قاضي شير زاده خپله لور دهٔ ته پهٔ نکاح کړه. هغه د وادهٔ نه وروسته بيرته سپلګۍ ته لاړو خو د مور د مرګه وروسته يې سپلګه پرېښوده او د داوړو پهٔ ايپي نومې کلي کې يې د مولوي عالم خان څخه د درس و تدريس لړۍ بيا پيل کړه.
#FreedomFighterFaqirIpi
پهٔ کال 1928م زېږديز کې چې ميرزالي خان کله د حج نه راستون شو نو د فقيرۍ او بزرګۍ ډونډوره يې پهٔ ټوله سيمه کې لا نوره زياته شوه، د خلکو ورسره بې کچه عقيدت پيدا شو او هم پهٔ دغه موده کې د ميرزالي خان نه د فقير ايپي پهٔ نوم مشهور شو.
#FreedomFighterFaqirIpi
پهٔ کال 1934م ميلادي کې يې د جلال اباد د يؤ نامتو صوفي سيد حسن الګيلاني چې د نقيب صېب پهٔ نامه يې شهرت لرلو، لاس نيوه وکړه. پهٔ ستنېدو يې پهٔ ايپي کلي کې لنګر پيل کړو او ورسره پهٔ عبادت اورياضت کې هم مشغول شو.
#FreedomFighterFaqirIpi
ژوند يې هم د هسې پهٔ عبادت، رياضت او د خلکو پهٔ خدمت کې روان ؤ چې پهٔ 1936م کې په بنو کې يوه پېښه رامنځته شوه کومې چې د يؤ صوفي فقير ايپي نه يؤ مجاهد ايپي فقير جوړ کړو او يؤ ګوشه نشين عابد او صوفي يې ګوريلا جوړ کړو، د پُښتون قام چی ګويرا يې ترې جوړ کړو.
#FreedomFighterFaqirIpi
د بنوں د جنډوخيلو يو ځلمي امير نور علي شاه د يوې هندوې کورنۍ د جينۍ رام کوري سره وادهٔ وکړو، هغه مُسلمانه شوه او نورجهان نوم يې ورله کېښودو. د هغې پلار مړ ؤ خو ترهٔ هرنام داس او مور منسه ديوي يې د نور علی شاه خلاف د بنوں د ډوميل پهٔ تاڼه کې عريضه وکړه
#FreedomFighterFaqirIpi
په نور علی شا یې تور پورې کړو چې هغهٔ زمونږ جينۍ پهٔ زور مُسلمانه کړې ده او نابالغه هم ده چې وادهٔ ورسره کول پهٔ قانون کې جرم دی. هغوی دا تور هم پورې کړو چې امير نور علي شاه د رام کوري سره سره د هغې د پلاره لهٔ کوره بلها سرهٔ او سپين زر هم وړي دي.
#FreedomFighterFaqirIpi
کله چې د بنوں هندوان د دغه پېښې نه خبر شول نو ټولو پهٔ رام کوري(نورجهان) د ننګ کولو او د هغې د مور منسه ديوي او هرنام داس د مرستې کولو اعلان وکړو او پهٔ ګډه يې د بنوں پهٔ تاڼه کې د امير نور علي شاه او د هغهٔ د خپلوانو پر ضد استغاثه وکړه.
#FreedomFighterFaqirIpi
نور علی شا د بنو نه د ټانک په لاره په ټيکسي کې د تګ پرېکړه وکړه خو له بده مرغه چې د غوريوالی تاڼې ته ورسېدل نو سمدلاسه ونيول شول. تاڼيدار د رام کوري(نور جهان) نه د نوم تپوس وکړو هغې ورته نوم اسلام بي بي یاد کړ او هم د دغه ورځې نه په اسلام بي بي مشهوره شوه
#FreedomFighterFaqirIpi
پهٔ دغه کار د بنوں اولس ډېر بد وګڼل، ځوانانو پهٔ چاوڼۍ ورختې وکړه او څوک د ډپټي کمشنر پهٔ بنګله ورغلل. او دا لړۍ څو ورځې همداسې روانه شوه چې بلها حکومتي ودانيو او املاکو ته پکې بلها زيان واوړېدلو.
#FreedomFighterFaqirIpi
په 11 اپريل 1936 کې د بنوں عالمان او مشران راغلل او د عيدکو په کلي کې يې د وزیرستان د عُلماؤ او مشرانو سره يوه ستره جرګه وکړه، حاجي ميرزالي خان هم پکې ؤ. جرګې پرېکړه وکړه چې اسلام بي بي مُسلمانانو ته وسپاري ګنې پايله به يې ښه نهٔ وي.
#FreedomFighterFaqirIpi
پهٔ 15م اپريل 1936م پهٔ ملک اژدر کې يوه لويه جرګه راجوړه شوه، د بنوں او وزيرستان ګڼ شمېر خلکو په دغه جرګه کې برخه واغيسته. ټولو مشرانو ډېرې د جذباتو ډکې خبرې وکړې او ځوانان د مشرانو د يوې اشارې په هيله ناست وو او غوښتل يې چې همدا اوس په پيرنګي بريد وکړي.
#FreedomFighterFaqirIpi
جرګې د پرېکړه يې وکړه چې بايد د ښکاره بريد په ځای ګوريلا بريدونه پيل کړو او په کومه غرئيزه سيمه کې يو خوندي پټنځای جوړ شي چرته چې مجاهدين ځانونه پټوی شي او له هغه ځايه په دښمن ګوزار کولای شي. ټولو دا خبره وومنله او نيتاسي ته يې د تګ پرېکړه وکړه.
#FreedomFighterFaqirIpi
#FreedomFighterFaqirIpi
Fakir Api has fought against the great power of time with limited possibilities, but he has defeated the enemy every time. This hero surprised the British every time.
Manzoor Pashteen United Nations United NationsHumanRights
د آزاد پښتونستان د آزادی بنسټګر فقیر ایپي حاجي میرزاعلي خان وزیر
ته د عقیدت سره ګلونه وړندي کوو
#FreedomFighterFaqirIpi
بنو کې ده تحریک مشرانو ده خپل ملی اتل 64 تلین ولمانځی او دد په ژوند اپکار باندي خبري وکړي
ده پښتون افغان تاریخ کې فقیرایپی ډیر لوي نوم لري
#FreedomFighterFaqirIpi