کامريډ افغان💧(@Comrade_Afghan) 's Twitter Profileg
کامريډ افغان💧

@Comrade_Afghan

د انسان نيمه‌ ښڪلا
په ژبه ڪې ده او نيمه يې عقل ڪې
مخ يوازې يو پوښ دی
چې د وخت په تېرېدو سره زړېږي

تل مو ژبه او عقل خایسته کړئ.

ID:2893083967

calendar_today07-11-2014 18:05:03

57,7K تغريدات

10,8K متابعون

140 التالية

ツسپېلني(@Spelanay) 's Twitter Profile Photo

ښکاري دا ځل به رسېږي تر منزله
د وفا پر هره نخښه باندې پښې ږدي

زړه مې درد کوي چې ښکلي ژڼي وينم
تر سرونو بالښتونه د اسرې ږدي

د سړي د کتابونو ترتيب وران دی
بې ترتيبه قدمونه له غصې ږدي

د احساس له لوړه بامه پرېوتلي
بېګانه شي، د خړپوسو کلي پرېږدي

خانزمان کاکړ

account_circle
ツسپېلني(@Spelanay) 's Twitter Profile Photo

لويه لار وهم، روان یم، زړه مې رېږدي
د خوبانو تر کوڅې به مې ورپرېږدي

ما شرابو غوندې‌ وباسي له خوده
چې پر خپله ګوته خپلې شونډې سرې ږدي

هر سړي ته چې د کلي نیت خراب شي
پر لمن يې تور زما د یارۍ کښېږدي

د سينې خولې دې والوتې که څه شوې
چې ورنونه دې له ډېره یخه رېږدي

خانزمان کاکړ

account_circle
ツسپېلني(@Spelanay) 's Twitter Profile Photo

لارې ګواه، دَ رنتنبور نه تر لاهوره پورې
خپلې سندرې دَ زنځير پۀ سُور اؤ تال وايو

دَ هغۀ خُسن پۀ غرور کښې هيڅ کمي نۀ راځی
مونږ کۀ هر څومره داستانونه دَ زوال وايو

خُلۀ مو دې ماته شي ،کۀ هغه ورځ پۀ مونږه راغله
چې دَ تيارو سپه سلار ته به مشال وايو

ارواښاد رياض تسنیم

account_circle
Najwa Aman (نجوا امان)(@Najwa2021A) 's Twitter Profile Photo

رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
تر څو چې په دغه دواړو شیانو
عمل کوئ، هیڅکله به لاره غلطه
نکړئ اول قرآن دوهم سنت.
(الموطا)
❤️⚘️🥰

رسول الله ﷺ فرمايلي دي: تر څو چې په دغه دواړو شیانو عمل کوئ، هیڅکله به لاره غلطه نکړئ اول قرآن دوهم سنت. (الموطا) ❤️⚘️🥰
account_circle
Mansour Sahak(@Mansour_sahak) 's Twitter Profile Photo

رسول الله ﷺ فرمایلي:
که څوک غواړي چې د ایمان په خوند پوه شي، نو هغه دی یوازې د الله تعالی د رضاء لپاره د مسلمان سره محبت کوي.
(مسند احمد۱۰۷۴۹)

رسول الله ﷺ فرمایلي: که څوک غواړي چې د ایمان په خوند پوه شي، نو هغه دی یوازې د الله تعالی د رضاء لپاره د مسلمان سره محبت کوي. (مسند احمد۱۰۷۴۹)
account_circle
ツسپېلني(@Spelanay) 's Twitter Profile Photo

لا مې خمار لره لمبې پاتې دي
لا تندرونه د توبې پاتې دي

ستا ملاقات لره ساتلي مې دي
اوښکې هر څومره که دوه درې پاتې دي

د پښتونوالي څه پوښتنه کوې
نه پښتانه نه پښتنې پاتې دي

حمزه په عشق کې هم فريب وختو
چې يې تر اوسه وسوسې پاتې دي

حمزه بابا

account_circle
Nassim ・ナッシム(@afghan_jp) 's Twitter Profile Photo

'خوشبینی او نا امیدي دواړه په ټولنه کې ونډه لري. خوشبینی د الوتکې اختراع کوي او نا امیدي چاتر « پاراشوټ» جوړوي.'

account_circle
Dr Madina | ډاکټر مدينه 👑(@drmadina29) 's Twitter Profile Photo

چېرته لاړ شو، چېرې تم کړو کاروانونه!
لاره کومه ده، ټاکلی هدف کوم دی!؟😔

account_circle
ツسپېلني(@Spelanay) 's Twitter Profile Photo

دا به منے چې دروغ هم څۀ پۀ کمال وايو
چاکری هم کړو اؤ شعرونه دَ خوشحال وایو

داسې خاموشه سوزيدۀ هم مزه خپله لری
کوم کوم سړی ته به دَ ماتو زړګو حال وايو

ښۀ مطمئن يو،چې پۀ خپله ګُناه ښۀ خبر يو
نۀ دېوال ور ګڼو اؤ نۀ ورته دېوال وايو

ارواښاد رياض تسنیم

account_circle
ツسپېلني(@Spelanay) 's Twitter Profile Photo

ولې راته وايې چې لږ وار کوه، وار څه مانا
کار د مینې کار دی، له دې کاره انکار څه مانا

ووایه د ژوند د فلسفې شاګرده ووایه
سر په اوږو څه مانا او سر دی په دار څه مانا

ښايي چې له دې ښاغلي لویه ښکلا ورکه ده
دومره د ښکلا په لټون سترګې په لار څه مانا

پير محمد کاروان

account_circle
Fakhruddin Patwal فخرالدین پتوال(@FakhrudinPatwal) 's Twitter Profile Photo

وهر چاته په خپل شکل څرګندیږم
ائینې غوندې بې رویه بې ریا یم

قناعت مې تر خرقې لاندی اطلس دی
پټ د درست جهان پادشاه ظاهر ګدایم

هم له دا سپینو جامو مې معلومیږی
لکه بحر هم ګوهر یم هم دریا یم

که چا لار د عاشقۍ وې ورکه کړی
زه (رحمان) د ګمراهانو رهنما یم

رحمان بابا

account_circle
Nassim ・ナッシム(@afghan_jp) 's Twitter Profile Photo

دچمن پرلت،،
دچمن خاوره یې زما په وینو ولړله
په طاقت مست دوینو تږی مي تر کوره راغلی.

-داکتر عبدالله ناشناس سید

account_circle