Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile
Abdulbari Jahani

@abdulbarijaha10

Poet & Author, Former Minister of Information, Culture, Youth and Tourism of Afghanistan.

ID: 1117500205052628992

calendar_today14-04-2019 18:49:45

32 Tweet

7,7K Followers

93 Following

Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile Photo

منورو افغانانو! مه پرېږدی چي د لس هاوو کلونو آزمویل سوي غله بیرته یو په بل پسې هیواد ته ستانه سي او وطن یو ځل بیا د غلو او فسادیانو کور سي. په دغه ډول د اسلامي امارت د تجریدولو ګټه یوازي مسلکي غلو او جواسیسو ته رسیږي.

Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile Photo

د اسلامي امارت درنو مشرانو! که د رسنیو دا رپوټونه ریشتیاوي چي تاسي شاعران لیکوالان او ژورنالیسټان د مخالفینو په نامه بندیانوی او ډبوی او په مقابل کي مسلکي غلو ته د هرکلي غېږه خلاصوی نو یقین ولری چي ستاسی نظام بقا نه لري او دا به د یوې بلي غمیزي پیلامه وي.

Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile Photo

دوستانو زما په نامه کوم چا یو بل جعلي اکونټ هم جوړ کړی او د طالبانو د اوسني نظام په باره کی یې زما له قوله نظر خپور کړی دی. ځینو دوستانو ماته هسی بد ویلي دي. دا اکونت زما نه دی.

Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile Photo

څو شېبې مخکي مولوی صاحب عبدالهادی صابر زاده پبغام رالېږلی او اطمینان یې راکړی وو چی د نارنج له تاریخي ماڼۍ سره د جوړېدونکي دېوال مسیر ته یې بشپړ تغییر ورکړی دی. زه له مولوی صاحب او د اسلامی امارت له چارواکو څخه مننه کوم.

Gilaman Wazir (@gilamanpashten) 's Twitter Profile Photo

د لور دی سکول ته ولیږه پهٔ لور دی سبق ووایا پهٔ دې کې غیرت مه ګوره غیرت ته بلها لارې دي پهٔ پکتیا کې د شپږم صنف نه پورته د انجونه ښونځي بیرته وتړل شول ، وهٔ ظالمانو د الله څخه وډار شئ ، پهٔ دې خپلو مظلومو او محصومو خوئیندو رحم وکړئ، د بل د ځواب نهٔ یاست ،فقط خپلو لوڼو ته تکړه ئ

د لور دی سکول ته ولیږه پهٔ لور دی سبق ووایا 
پهٔ دې کې غیرت مه ګوره غیرت ته بلها لارې دي 
پهٔ پکتیا کې د شپږم صنف نه پورته د انجونه ښونځي بیرته وتړل شول ، وهٔ ظالمانو د الله څخه وډار شئ ، پهٔ دې خپلو مظلومو او محصومو خوئیندو رحم وکړئ، د بل د ځواب نهٔ یاست ،فقط خپلو لوڼو ته تکړه ئ
Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile Photo

د افغانستان د ملي او تر ټولو خطرناک دښمن پاکستان په مقابل کي د جلالتمآب کرزي صاحب څرګند او نر دریځ د ستایني وړ دی زه یې ملاتړ کوم او له ټولو وطن پالونکو افغانانو څخه هیله کوم چی د خپل ملي دښمن په مقابل کي د هغه ملاتړ وکړي.

Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile Photo

د افغانستان د اسلامی امارت له خوا د نجونو پر مخ د تحصیل او تعلیم د دروازو بندېدل باید د ټولو افغانانو په تېره بیا تحصیل کړو له خوا په یوه آواز محکوم سي. خدای دي وکړي چي دا مشترک درد د ټولو افغانانو په تېره بیا منورینو د یووالي سبب سي.

Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile Photo

که تعلیمیافته کسان له طالبانو سره د یوې ګولې ډوډۍ لپاره کارکوي ملامت نه دي. مګر فاروق اعظم ته دا شرم بس دی چی د علم او ترقۍ له دښمن حکومت سره مشاور دی. په داسی حال کی چي خویندو او لوڼو یې په بهر کي تحصیلات کړي او د فرنګی په ملک کي لوڅ مخونه ګرځي.

Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile Photo

خدای دي نه کوي چي منظور پښتین د پنجاب د جلادانو ښکار شي. پښتنو ! بیا به سل کلونه نور منتظر یاست چي خدای د منظور په شان بل زمری درباندي پېرزو کړي. نن چي ژوندی دی د خدای مهرباني او نعمت یې وبولی. تربیرغ یې لاندي سی. د منظور قوت په تاسي او ستاسي قوت په اتحاد کي دی.

Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile Photo

سید احمد سېلاب ته دي خدای خیر ورکړي. د ډله ایزو ودونو ابتکار او پروګرام بې د خاصي ستایني وړ دی. سېلاب پر دې برسېره د افغانستان په اوسني بحراني حالت کي له کابله تر اورګون او کندهار پوري ځان په هر ځای کي محتاجانو ته رسولی او په درد یې خوولی دی. اوږد ژوند او صحت ورته غواړم.

Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile Photo

درنو دوستانو، د ایکس/ټویټر یواځي دغه اکاونټ په ما پوري اړه لري. د نورو ټولو حسابونو، چي زما په نامه جوړ سوي، نظریات په ما پوري اړه نه لري. که یې رپوټ کولای سئ، مهرباني به مو وي.

درنو دوستانو، د ایکس/ټویټر یواځي دغه اکاونټ په ما پوري اړه لري. د نورو ټولو حسابونو، چي زما په نامه جوړ سوي، نظریات په ما پوري اړه نه لري.
که یې رپوټ کولای سئ، مهرباني به مو وي.
Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile Photo

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر د شریعت د تطبیقولو ګواښ کړی دی. په غزه کي د مسلمانانو قتل عام روان دی. مسلمانان واښه خوري او چټلي اوبه چښي. طالبانو د اسراییلو د دې جنایتونو او کفري نړۍ پر ضد هم ږغ پورته کړی دی او که یې حقیقت ویلو ته ملا ماته ده؟

Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile Photo

نن زما لمسۍ لمبه جهاني له دوولسم ټولګۍ څخه فارغه سوه. البته مکتب یې په لس کاله کي چي اوس څه کم شپاړس کلنه ده ختم کړ. مشره خور یې وینا په یوولس کاله او مشر ورور یې پیمان جهاني په یوولس کاله کي فارغ سول. لمبه چهاني زما د کورنۍ افتخار دی. خداي ټول راته ژوندي او بریالي لري. آمین.

Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile Photo

درنو دوستانو السلام علیکم. لومړی خو ښایی ټولو یا اکثریت ته څرګنده وي چی زه چنداني ټویټر نه کاروم او که یې کاروم نو دغه یکی یو اکاونت لرم. ځینو بې مسوولیته خلکو چی زما له آدرسه ځیني بې مسوو لیته او حتی په غلطو املاوو څه لیکلي دي په ما اړه نه لري. ژوندي اوسی.

Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile Photo

پیغمبر ص د حبشې د عیسوي پاچا نجاشي غایبانه جنازه وکړه. یو کار چي پیغمبر ص کړی وي هغه څرنګه ناروا بلل کیږي. ولي نه وایی چی د ګیله من جنازه پر پنجاب بده لګېده.

Abdulbari Jahani (@abdulbarijaha10) 's Twitter Profile Photo

السلام علیکم. د ویرجبنیا د ایالت محکمې همدا اوس فیصله وکړه چی زما هارون جان بېګناه او له ټولو لګېدلو تورونو څخه پاک دی.