VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profileg
VOA Pashto

@VOAPashto

News & stories from Afghanistan & the world in Pashto. د افغانستان او نړۍ تازه او کره خبرونه https://t.co/CLBTNM2haQ | https://t.co/VtOkjisfEt

ID:64871017

linkhttp://www.pashtovoa.com/ calendar_today12-08-2009 00:04:18

58,5K Tweets

735,5K Followers

27 Following

Follow People
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

که څه هم د افغانستان د فوټبال په دریم لیګ کې د نندارچیانو شمیر د پخوا په پرتله کم دی خو د ورزش خبریال محمد خان مندوزی وايي چې د فوټبال سره د افغان ځوانانو مینې ډېره شوې او د افغانستان په فوټبال لیګ کې په خورا علاقه مندۍ ګډون کوي.

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

د حماس او اسراییلو د جګړې پر وړاندې د محصلینو د مظاهرو له امله د رامنځته شوي کړکیچ د راکمولو په خاطر پرون دوشنبه د نیویارک ښار کې د امریکا مشهور پوهنتون کولمبيا خپل حضوري درسونه لغوه کړل.

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی محسن داوړ وایي د طالبانو تر واکمنیدلو وروسته افغانستان ټولې سیمې ته خطر پېښ کړېدی. داوړ وایي د ایران او پاکستان په ګډون، چین او روسیې داسی خیال درلود چې که امریکایان له افغانستانه ووځي، نو په افغانستان او سیمې به کنټرول ولري، خو داسی ونشوه.

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

پاکستان ته د ایران جمهور رئیس ابراهیم رییسي اوسنی سفر دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د سمون او ټینګولو، سوداګرۍ زیاتولو او په سیمه کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره هڅه بلل شوې.

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین روانه اونۍ د جګپوړو چینیايي چارواکو سره د خبرو په هدف شانګهای او بیجنګ ته لاړ شي.

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

له سیاسي اړخه په ویشل شوې امریکا کې چرس یو داسې نادره مسئله ده چې نږدې ټول يي په قانوني کیدنې توافق لري، نظرپوښتنې ښیي چې په سلو کې ۸۸ امریکایان لږترلږه د دغو نشه يي توکو قانوني کولو ملاتړ کوي. د بنګو مدافعین وايي چې د ولسمشرۍ هیڅ یو نوماند د دغې تګلارې په بدلولو کې څه نه دې کړي.

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

په اوکراین د روسیې د یرغل دوه کاله وروسته اوس چارواکي وایي چې دغه هېواد د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډیر ماینونه لري. لیزیا باکالیټس د کیف نه راپور رالیږلی.

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه کلني راپور کې وایي چې په افغانستان کې د طالبانو د فرمانونو او پالیسیو له امله د افغان میرمنو وضعیت لا ویجاړ شوی دی. راپور په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض ته اشاره کړېده.

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

عراق کې امریکايي ځواکونه په نښه شوي - د پنټاګون چارواکی dlvr.it/T5vjkC

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

د اوکراین په خارکیف ښار کې د تلویزون یو ۲۴۰ متره برج د روسیې هوایي برید په پایله کې دوه ځایه شو او په ځمکه وغورځېد.

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

د چین په ګوانګډانګ ولایت کې سیلابونو ګڼ شمیر کسانو ته تاوان رسولی. چارواکو دغه سیمه کې د دوشنبې په ورځ د خلکو د ژغورلو عملیات پیل کړل.

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

د پاکستان پایتخت اسلام اباد کې د رحمت العالمین جومات غریبانو ته د واده اسانتیاوې برابروي. دغه جومات بې وزلو خلکو ته وړیا خواړه، درمل او جامې هم ورکوي. ددې جومات مسئولین وايي چې هرکال شاوخوا ۷۰ زره کسان یې له خدمتونو ګټه پورته کوي. شاهين افريدي - امريکا غږ

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

د امریکا ستره محکمه په سړکونو کې د بې کوره خلکو میشت کیدو خلاف د نوي قانون ارزونه کوي. په سلګونو بې کوره کسانو د امریکا سترې محکمې پر وړاندې پداسې حال کې مظاهره وکړه چې دننه په محکمه کې په همدې اړه بحثونه پیل شوي وو.

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو په اړه د امریکا راپور - اشنا dlvr.it/T5vYNq

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

د کوزې پښتونخوا ځوانان وایي چې په ژوب او ګڼو نورو سیمو کې د موسیقۍ د هر ډول کنسرت او بنډار په سندرو کې د افغانستان له یادونې پرته نیمګړی دی. سالمین خپلواک د ژوب په ګړدې بابړ سیمې کې له یو کنسرت څخه لنډه ویډیو چمتو کړې چې پکې د افغانستان سندرې زمزمه کیږي.

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

د لیبیا په بنغازي سیمه کې د خاورو طوفان له کبله هوا ککړه شوې او په سړکونو موټر په سمه توګه نه لیدل کیږي؟ چارواکي وایي چې ښوونځي او د عامه خدمتونو ادارې تړل شوي او پروازونه ځنډول شوي دي.

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

ایا افغانستان کې ښځې له خپلو اساسي حقونو برخمنې دي؟
د سپینې خبرې نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو. تاسې کولای شئ خپلې پوښتنې او نظر دلته ولیکئ چې د خپرونې له میلمنو سره یې شریک کړو.

ایا افغانستان کې ښځې له خپلو اساسي حقونو برخمنې دي؟ د سپینې خبرې نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو. تاسې کولای شئ خپلې پوښتنې او نظر دلته ولیکئ چې د خپرونې له میلمنو سره یې شریک کړو.
account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

د امریکا د نیویارک ایالت د کولمبیا پوهنتون چارواکو په پوهنتون کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره اعلان کړی چې له دې وروسته به ټول ټولګي په انلاین بڼه وي. روان تاوتریخوالی وروسته له هغې زور واخیست چې پولیسو د فلسطینیانو ملاتړ کوونکي په لسګونو مظاهره چیان ونیول.

account_circle
VOA Pashto(@VOAPashto) 's Twitter Profile Photo

بریتانیا د کډوالو د نیولو او روانډا ته لیږلو بهیر اعلان کړ dlvr.it/T5vHbf

account_circle