Sadiqullah Afghan (@sadiqullahafgha) 's Twitter Profile
Sadiqullah Afghan

@sadiqullahafgha

Journalist In South Afghanistan, Head Of Tabasum Radio in Kandahar And Freelancer fixer in Al Jazeera Channel - قناة الجزيرة /WhatsApp : +93708362363

ID: 736523719

linkhttp://www.tabasumradio.com/ calendar_today04-08-2012 10:43:12

6,6K Tweet

60,60K Followers

513 Following

Sadiqullah Afghan (@sadiqullahafgha) 's Twitter Profile Photo

امریکا وايي د افغان پوځ ۴۶ الوتکي یې په رسمي توګه ازبکستان او تاجکستان ته ورکړې. facebook.com/10008296133747…?

Sadiqullah Afghan (@sadiqullahafgha) 's Twitter Profile Photo

شیبه مخکي بلوڅ وسله والو د پاکستان د کراچي او کویټي ترمنځ لار د مستونګ په بدرنګ ساحه کي بنده کړې ده. د وسله والو شمېر، چي تر ۷۰ تنو زیات دی، په لار کي تلاښي اچولې ده.

Sadiqullah Afghan (@sadiqullahafgha) 's Twitter Profile Photo

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په غلام فاروق کلي کي یوه کس خپله مېرمن په چاړه حلاله کړې. یاد کس، اصلي د فاریاب ولایت دی، ۳۷ کاله عمر لري او له کوره تښتېدلی دی. وژل سوې مېرمن یې امنیه نومېده، ۲۰ کلنه وه او د کندهار ښار د یخ کارېز اوسېدونکې وه، شاوخوا شپږ میاشتي مخکي واده سوې وه.

Sadiqullah Afghan (@sadiqullahafgha) 's Twitter Profile Photo

د کندهار چارواکو ویلي، په تېرو دوو میاشتو کي یې ۳۲۱۶ کېلو داسي غوښه نیولې، چي معلومه نه ده، د څه شي ده. ددې ترڅنګ په زیاته اندازه خرابه غوښه او ینه هم نیول سوې، چي له پاکستان څخه راوړل سوې. پرون هم ۲۵۰ کېلو ینه او غوښه نیول سوې ده. ددې غوښو خوراک د خطرناکو ناروغۍ لامل کیږي.

د کندهار چارواکو ویلي، په تېرو دوو میاشتو کي یې ۳۲۱۶ کېلو داسي غوښه نیولې، چي معلومه نه ده، د څه شي ده.
ددې ترڅنګ په زیاته اندازه خرابه غوښه او ینه هم نیول سوې، چي له پاکستان څخه راوړل سوې.
پرون هم ۲۵۰ کېلو ینه او غوښه نیول سوې ده. 
ددې غوښو خوراک د خطرناکو ناروغۍ لامل کیږي.
Sadiqullah Afghan (@sadiqullahafgha) 's Twitter Profile Photo

د امر بالمعروف وزارت د ملګرو ملتونو یا یوناما د هغه اعلامیې په غبرګون کي چي د دوی د وروستي قانون د رد او لغوه کولو په اړه یې خپره کړې وه، جدي خبرداری ورکړی. دغه وزارت ویلي، له دې وروسته نه یوازي له یوناما سره همکاري نه کوي، بلکي د مقابل طرف په څېر چلند به ورسره کوي.

Sadiqullah Afghan (@sadiqullahafgha) 's Twitter Profile Photo

دفاع وزارت هغه خبر رد کړی، چي ګواکي له روسیې د الوتکو ضد وسلو او رادر د رانیولو په اړه خپور سوی. دغه وزارت وايي، ددې وزارت د لوجستیک د مسول خبري تحریف سوي دي.

Sadiqullah Afghan (@sadiqullahafgha) 's Twitter Profile Photo

د اسلامي امارت مشرتابه له بادغیس وروسته مزار شریف ته تللی دی، هلته یې لیدني پیل کړي.

Sadiqullah Afghan (@sadiqullahafgha) 's Twitter Profile Photo

کندهار والي له مسولینو سره په یوې ناستي کي ویلي، د کانونو د ساتني لپاره هڅي پیل کړي او چاته اجازه نه ورکوي، چي کانونه په غیر قانوني توګه استخراج کړي.

Sadiqullah Afghan (@sadiqullahafgha) 's Twitter Profile Photo

د اسلامي امارت مشرتابه د سفرونو په دوام کې له فاریاب وروسته نن د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار ته ورسېد. هغه د شبرغان ښار له دشت لیلي او د اشرف المدارس له مدرسې څخه لیدنه وکړې.

Sadiqullah Afghan (@sadiqullahafgha) 's Twitter Profile Photo

تازه خبر شیبه مخکي د کابل ښار په دارالامان سړک چاودنه سوې ده. مسولینو پېښه تائید کړې، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.

Sadiqullah Afghan (@sadiqullahafgha) 's Twitter Profile Photo

د کابل ښار ښار د شپږمي حوزې اړوند په بختیار سیمه کي یو کس په ځان پوري تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، د یوې ښځي په ګډون یې شپږ تنه وژلي او دیارلس نور ټپیان سوي.

Sadiqullah Afghan (@sadiqullahafgha) 's Twitter Profile Photo

کندهار کي د سون توکو نرخونه: ▫️پټرول 61 افغانۍ ▪️ډېزل 61 افغانۍ ▫️ګاز 46 افغانۍ

Sadiqullah Afghan (@sadiqullahafgha) 's Twitter Profile Photo

د کندهار ښار د دوهمي حوزې اړوند په باقي کالونۍ کي د میرام شاه اغا په نوم یوه ځوان په تشناب کي ځان ځړولی او مړ سوی. هغه د شپې د خوب په نیت خوني ته تللی، سهار چي یې مور ورغلې، په تشناب کي یې په پرتوګاښ ځان ځړولی وو. کورنۍ یې مسولینو ته ویلي، چي یاد کس عصبي ستونزه درلوده.

د کندهار ښار د دوهمي حوزې اړوند په باقي کالونۍ کي د میرام شاه اغا په نوم یوه ځوان په تشناب کي ځان ځړولی او مړ سوی.
هغه د شپې د خوب په نیت خوني ته تللی، سهار چي یې مور ورغلې، په تشناب کي یې په پرتوګاښ ځان ځړولی وو.
کورنۍ یې مسولینو ته ویلي، چي یاد کس عصبي ستونزه درلوده.
Abdullah Raihan (@raihan_093) 's Twitter Profile Photo

جواد یاسر یاسر صیب حکومتولي په لویو سینو کیږي حکومت د راعیت داسې وي لکه پلار او پلار په ټولو اولادونو مهربانه وي. دا نن چې ته د کومو خلکو منفکي په اړه خبرې کوې دا خلک هم افغانان دي، دوی هم زمونږ غوندې واړه ماشومان او کورنی لري او همدې تنخوا په پیسو ژوند مخته وړي که ددې دروازه هم په بنده

Sadiqullah Afghan (@sadiqullahafgha) 's Twitter Profile Photo

د کندهار په ښورندام سیمه کي د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په لګښت د سېمنټو د یوې فابریکې چاري ۶۰ فیصده پای رسېدلي. ددې فابریکې مسول حاجي احمد نبي زاده، چي د کندهار د اقتصاد رئیس مولوي عبدالسلام بریالي ته یې معلومات ورکول وايي، دغه فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کي ۳۰ زره پارسله سمېنټ تولیدوي.

د کندهار په ښورندام سیمه کي د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په لګښت د سېمنټو د یوې فابریکې چاري ۶۰ فیصده پای رسېدلي.
ددې فابریکې مسول حاجي احمد نبي زاده، چي د کندهار د اقتصاد رئیس مولوي عبدالسلام بریالي ته یې معلومات ورکول وايي، دغه فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کي ۳۰ زره پارسله سمېنټ تولیدوي.