Matiullah HamDard
@MatakHamdard
When people are proud of their speech, be proud of your silence.
ID:855955627084009472
http://dareez.net 23-04-2017 01:24:59
7,3K Tweets
10,9K Followers
454 Following
الله پاک دې د روژې پيل د سږني تعليمي کال لپاره هم نېکمرغه وګرځوي چې د خپلې خور په ګډون د وطن ټولې لوڼې/خويندې يو وار بيا په اکاډميک چاپېريال کې ووينو.
#LetHerLearn
#RamadanMubarak 💖
دا ځل د #مارچ_آتمه داسې مهال راځي چې د خلفاى راشدينو لارويان له 900 ورځو تېرېدو وروسته هم ندي توانېدلي چې نجونو ته (د دوى په باور) په اسلامي چوکاټ کې د زده کړو نقشه او ښځو ته د (شيطان غولوونکو) نرانو له نظره په امان کاري چاپېريال را منځنته کړي.
#LetHerLearn
#March8
سکون لرونکى حس،
له مرګ او ژوند سره د مبارزې پر بيستر پروت ناروغ دې په ورکړې وينه را کېني، خبرې/د خپل درد کيسې پيل کړي او ته د شکرانې په پار له ځان سره سترګې نمجنې کړې. 🥹
د وينې ورکړه ستاسې روغتيا نه ننګوي.
#LetHerLearn
افغانستان وګټله، افغانستان وبايلله..
هره ورځ همدا (يو) غږ په مختلفو سبکونو بدرګه کېږي خو (آيا) خبر يى چې څه کم ١٠٠٠ ورځې کېږي خويندې/ميندې مو له زده کړو محرومې دي؟!
دا ورځې جبرانېږي؟
I don't think so..
#LetHerLearn
د يو چا شخصي ژوند ته نابللي ور ننوتل او بيا پکې افراطي او نا متوازنې تبصرې کول زموږ (وزګارو) افغانانو ورځنى کار دى. کاش موږ پخپل ځان کې دومره بوخت شوي وى چې يوه خوا مو د نورو لپاره شر سازي نه کولى، بل خوا مو خپل برياليتوب/پرمختګ هم يقيني کړى وى.
#LetHerLearn
موږ د ګټو په يوه نا منصفانه دنيا کې اوسېږو،
ځينې وخت عواطف را باندې زور شي، فکر وکړو چې را چاپېره دنياګۍ کې مينه او خلوص شته، له همدې امله زړه پرې بايلو خو لږ يا ډېر وروسته متوجه کېږو چې د انسان په څرمن کې مو له يوه وږي ځناور سره وخت برباد کړى چ هره شېبه يې خوړلو.🥴
#LetHerLearn
په ظاهري اسلام سالارۍ کې زموږ نمره د نړۍ هېڅ کونج نشي کمولى خو باطن ته مو شايد شيطان هم ګوته په غاښ شي. موږ حتى د خپل وجدان پر وړاندې هم منافق يو.
#LetHerLearn